ترينکوټ (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د اروزګان چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د ناامنيو له امله لسګونه ښوونځي تړلي دي او د دغه ولايت د پوهنې بهير له جدي ستونزو سره مخ دى.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، د نوي ښوونيز کال له پيلېدو سره يې لا هم ۶۷ ښوونځي د ځينو ستونزو او امنيتي ننګونو له امله تړلي دي.
د ياد ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه ښوونځي په يو شمېر سيمو کې د ودانيو د نشتوالي، په ځينو سيمو کې ښوونځيو ته د زده کوونکو د نه ورتګ او په ډېرو کې د ناامنيو له امله تړلي دي.
ناشر وايي: ((دا ښوونځي د ټولو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې دي، موږ يې د خلاصون او ښوونځيو ته د ماشومانو د لېږلو پر سر له قومي مشرانو سره په خبرو کې يو.))
د پوهنې د رييس په وينا، د دغه ولايت په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي تشه تر يوه بريده هواره شوې او د دوولسم ټولګي ډېرى فارغان د يوې شفافې پروسې له لارې د ښوونکو په توګه ګومارل شوي دي.
دى زياتوي: ((د اروزګان په مرکز او ولسواليو کې د ځينو مرسته کوونکو له لوري په داسې سيموکې ښوونځي جوړي شوي، چې هېڅ اړتيا ورته نه وه، دغه ښوونځي د ځينو موسسو له لوري د معارف په همکارۍ جوړ شوي دي.))
نوموړى وايي، د دغو ښوونځيو٢٠ يې په ترينکوټ، ۱۷ په چنارتو ولسوالۍاو پاتې ٣٠ نور په نور ولسواليو کې دي.
له بلې خوا د اروزګان يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پوهنې سکتور پر وړاندې ستونزې د حکومت بېغوري بولي.
د چنارتو ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالسلام پژواک ته وويل: ((د کلي ماشومان ځکه ښوونځيو ته نه ځي، چې په ښوونځيو کې نه ښوونکي او نه هم کتابونه شته.))
د نوموړي په خبره، د تېرو ١٢کلونو پر مهال د دغه ولايت پوهنې رياست ته اته تنه د رييسانو په توګه راغلل، خو يوه يې هم د ده په وينا د اروزګان د پوهنيز سکتور لپاره ښه کار ونه کړ.
د دغه ولايت يو بل قومي مشر احمدشاه پژواک ته وويل، په ځينو سيمو کې ډېرى کورنۍ خپل ماشومان ښوونځو ته نه لېږي او ديني مدرسو ته يې استوي.
د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي عبدالخليل پژواک اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز ښوونځي له ډېرو ستونزو سره مخ دي، نو د ولسواليو د ښوونځيو حالت به بېخي خراب وي.
هغه زياتوي چې په ډېرو ښوونځيو کې مسلکي ښوونکي نشته، کتابونه پر وخت نه ور رسېږي او د زده کړو کيفيت يې هم ډېر ټيټ دى.
د خاص اروزګان ولسوالۍ يوه زده کوونکي عبدالقهار پژواک اژانس ته وويل چې ډېرى ښوونکي يې غير مسلکي دي او يو شمېر يې له دولسم ټولګي هم نه دي فارغ شوي.
د نوموړي په وينا، ډېرى مهال کتابونه هم په وخت ورته نه رسېږي، چې له امله يې ددوى وخت ضايع کېږي.
د اروزګان والي امان الله تيموري هم په دغه ولايت کې د پوهنې بهير له صفر سره برابر وباله او زياته يې کړه، که چېرې مرکزي حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.
د هغه په وينا، د پوهنې له وزير سره يې دغه ستونزه شريکه کړې او هغه ورسره ژمنه کړې چې ډېر ژر به يو با صلاحيته پلاوى له نږدې د دغه ولايت د ستونزو د معلومولو په موخه ور ولېـږي.
ده زياته کړه: ((موږ په تمه يو، چې ډېر ژر به د پوهنې ولايت دغه پلاوى ترينکوت ته را ورسېږي او که چېرې يې را ونه لېږل نو دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.))
د اروزګان والي وويل، په دغه ولايت کې د درسي کتابونو، د ښوونکو کموالى، د لسګونو ښوونځيو تړل کېدل او يو شمېر نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د دغه ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړى دى.
د هغه په وينا، د دغه ولايت معارف ژور بدلون ته اړتيا لري او که چېرې يې پر وړاندې چوپ پاتې شول، نو نوى نسل به له زده کړو پاتې شي.
د پوهنې وزارت وياند او د نشراتو رييس کبير حقمل هم يادې ستونزې تر يوه بريده تاييدوي، خو په دې برخه کې د اروزګان د چارواکو او په ځانګړې توګه د والي د همکاريو غوښتنه کوي.
هغه پژواک ته وويل چې د تړلو ښوونځيو په پرانيستلو کې والي او ځايي چارواکي مهم رول لوبولى شي چې د قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ دغه کار وکړي.
د نوموړي په وينا، نه يواځې په اروزګان، بلکې په نورو سوېلي ولايتونو کې هم د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو لړۍ روانه ده او په نږدې ورځو کې به په زابل کې ٢٥ ښوونځي پرانيستل شي.
حقمل د ښوونکو په اړه وويل، چې دوى په ټول هېواد کې ٥٠ زره نوو ښوونکو ته اړتيا لري، خو د افغانستان بوديجه د دې امکانات نه لري.
هغه د کتابونو د کمښت په اړه وايي چې دوى له تېرو شپږو مياشتو راهيسې کتابونه لري، خو وزارت يې ولايتونو ته د لېږلو امکانات نه لري.
ده زياته کړه: ((د کتابونو د چاپ او لېـږد لګښت د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) پر غاړه وه او اوس هغوى ته منتظر وي، چې د لېږد چارې يې پيل کړي.))
په اروزګان ولايت کې د دغو تړلو ښوونځيو سربېره ٢٤٣ښوونځي شته، د اروزګان د پوهنې رياست د چارواکو په وينا، له دې ډلې يې ٧٠ ښوونځي تر بيارغونې لاندې دي.
د چارواکو په وينا، په دغو ټولو ښوونځيوکې ٧٨ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د ١٨ سوه استادانو له لوري زده کړه ورکول کېږي.
پر اروزګان سربېره د افغانستان په نورو سوېلي او شمال ختيځو ولايتونو کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله يو شمېر ښوونځي تړلي پاتې دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن