ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که کانديدان نافذه قوانين رعايت نه کړي د کانديدۍ حق به ترې واخيستل شي”

“که کانديدان نافذه قوانين رعايت نه کړي د کانديدۍ حق به ترې واخيستل شي”

author avatar
24 May 2014 - 17:40
“که کانديدان نافذه قوانين رعايت نه کړي د کانديدۍ حق به ترې واخيستل شي”
author avatar
24 May 2014 - 17:40

کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ګواښ کړى، چې که  د ولسمشرۍ دواړه کانديدان د هېواد نافذه قوانين او د کمېسيون لايحې او کړنلارې رعايت نه کړي،  نو د کانديدۍ حق به ترې واخيستل شي.

 د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو دواړه  کانديدان بايد د هېواد نافذه قوانين او د دغه کمېسيون لايحې او کړنلارې پر ځان پلې کړي.

 هغه زياته کړه، چې ياد دواړه کانديدان او يا د هغوى ملاتړ کوونکي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له سرو ليکو نه شي تېرېدى او هيڅکله هم بايد قومي، نژادي ، مذهبي سمتي مسايلو ته لمن ونه وهي او ټاکل شوي معيارونه او ميکانيزمونه بايد په پام کې ونيسي.

 نور هيله څرګنده کړه: ” کانديدان ، د دوى ملاتړ کوونکي او ټاکنيز دفترونه دې دغه موضوعات په پام کې ونيسي، که چېرې يې رعايت نه کړل نو موږ به جدي اقدام وکړو، چې په دغه اقدام کې به ګواښ او جريمه شامل وي او په اخر کې د دې امکان هم شته، چې له  کانديدانو د دغه کمېسيون اعتماد واخيستل شي.”

 تېره اونۍ د ولسمشرۍ کانديدانو د وروستيو پايلو د اعلان له مخې، ټاکنې دويم پړاو ته لاړې.

 عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى به د دويم ځل ټاکنو په ترڅ کې، چې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه تر سره کېږي، له يو بل سره ټاکنيزې سيالۍ وکړي.

 د يادو کانديدانو  ټاکنيز کمپاينونه، د غبرګولي مياشتې له لومړۍ نېټې پيل شوي او د شلو ورځو لپاره به دوام ومومي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د لومړي پړاو ټاکنو يوه بل کانديد او جهادي مشر عبدرب الرسول سياف د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې په دې وروستيو ورځو کې د دويم پړاو ټاکنو د دواړو کانديدانو د ملاتړکوونکو تر منځ پارونکې خبرې کېږي، چې نه يواځې د دوى حيثيت ته زيان اړوي، بلکې د ملي وحدت د غوښتونکو پر احساساتو او عواطفو هم ناوړه اغېزه پرېباسي.

 نوموړى په دې باور دى، چې په دې حساس پړاو کې قومي، ژبنيو او سمتي مسايلو ته لمن وهل به ډېرې ناوړه پايلې ولري او دواړه  کانديدان بايد د خپلو خبر پر مهال د يوه سالم او واحد افغانستان او د هېواد د قومونو او مليتونو تر منځ پر يووالي ټينګار وکړي.

 د ټاکنو کمېسيون وياند، د ولايتونو مرکزونو ته د ټاکنو د اړينو توکو د لېږد له لړۍ هم خبر ورکړ او وايي، چې له ولايتي دفترونو څخه ولسواليو ته هم د اړينو توکو د لېږد پروسه پيل شوې او هڅه کوي، چې دغه لړۍ د ټاکنو د تر سره کېدو له نېټې وړاندې بشپړه کړي.

هغه زياته کړه، چې دغه کمېسيون په لومړي پړاو کې د هېواد په کچه ٦٤٢٣ مرکزونه په پام کې درلودل، چې په دغه شمېر کې به کوم بدلون رانشي ، خو د محلونو شمېر به لوړ شي.

په لومړي پړاو کې د رايې ورکولو د محلونو شمېر ١٩٧٠٠ ته رسېده، خو په دويم پړاو کې به ٢٣٣١٣ فعال مرکزونو کې، چې نوملړ يې له امنيتي بنسټونو سره شريک شوى، ټاکنې تر سره شي.

بلخوا د دواړو کانديدانو د څارونکو د کارتونو شمېر هم ډېر شوى دى.

 نور وويل، د هغې هوکړې له مخې ، چې د دواړو کانديدانو او د ټاکنو کمېسيون تر منځ شوې، هر کانديد ته د څارونکو د  ٢٥ زره کارتونو له ورکړې سربېره پرېکړه وشوه، چې د هر  کانديد څارونکو ته نور لس زره کارتونه هم ورکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.