ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت دې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې ورته عمل وکړي”

“حکومت دې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې ورته عمل وکړي”

author avatar
25 May 2014 - 16:40
“حکومت دې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې ورته عمل وکړي”
author avatar
25 May 2014 - 16:40

کابل (پژواک ٤ غبرګولى٩٣): د مشرانو جرګې ځينو غړو له حکومته د پاکستان د بريدونو پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه وکړه او ويي ويل، چې د پاکستان راکټي بريدونه د راتلونکو ټاکنو امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

پاکستان له درېيو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا  کونړ راکټي بريدونه کوي او ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

دغه بريدونه په تېرو څو ورځو کې بيا ترسره شوي دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د پروان استازي ميرحسين صادقي پرواني وويل، چې پاکستان د خپلو ګټو په موخه غواړي په افغانستان کې جګړه ګرمه وساتي.

هغه وويل، چې په دې وروستيو کې پاکستان د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه پيل کړي او تر هغه چې حکومت د پاکستان پر وړاندې ورته عمل ونه کړي، هېواد به له دې ستونزې خلاصى ونه مومي.

هغه دا هم وويل، چې د پاکستان ياد بريدونه د افغانستان راتلونکې ټاکنې له ستونزو سره مخ کوي او بايد هر څه ژر يې مخه ونيول شي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه ترسره شي. په دې ټاکنو کې به د وري د ١٦مې د ولسمشريزو ټاکنو دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سره سيالي وکړي.

د مشرانو جرګې په نننى غونډه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وويل، چې حکومت بايد د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې ورته عمل وکړي او يا هم دغه ستونزه له ديپلوماتيکو لارو هواره کړي.

هغه زياته کړه: ((پاکستان هره ورځ بريدونه کوي ورته عکس العمل بايد ورته وښودل شي.))

ده له حکومت نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د بريدونو پر وړاندې نور چوپه خوله پاتې نه شي، ځکه چې دغه بريدونه د افغانستان راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کوي.

 د پکتيا استازي بهرام څمکني هم ورته نظر څرګند کړ او ويې ويل، چې د پاکستان د راکټي بريدونو ترڅنګ د هېواد ځينو ولسواليو ته له پاکستان څخه “ورانکارې ډلې” راغلې دي.

د هغه په وينا، دغه ډلې هڅه کوي چې د خلکو په منځ کې وېره پيدا کړي، تر څو په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ونډه وانه خلي.

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې کولې.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د پاکستان د بريدونو په اړه بايد امنيتي چارواکي د دې جرګې دفاعي کمېسيون ته وغوښتل شي، تر څو د پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره د اړينو تدابيرو په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي ويلي و، چې د پاکستان راکټي بريدونه د زغملو وړ نه دي.

هغه دا هم ويلي و: “دا زموږ مسووليت دى، چې پاکستان په دې اړه په غوږ ووهو او طبيعي ده، چې موږ تر ابده ارامه نه شو کېناستى، چې دوى دې راکټ او توپونه ولي او موږ دې لاس تر زنې ورته کېنو.”

تېره اونۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ناټو د نظامي چارواکو په درې اړخيزه غونډه کې، د ډيورنډ کرښې دواړو لوريو ته د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې او د ټاکنو پر امنيت خبرې وشوې او افغانستان په دې اړه خپلې اندېښنې له پاکستاني لوري سره شريکې کړي، او پاکستاني لوري د همکارۍ ژمنه وکړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.