کابل (پژواک ٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشر د فرمان پر بنسټ نن د کابل له څرخي پله زندان څخه ٢١٤ بنديان خوشې شول.
د ازادۍ د سلب (محبسونه) پر ځايونو د نظارت څارنوالۍ رييس نن په ياد زندان کې په دې اړه جوړې شوې غوڼدې ته وويل، چې د مجاهدينو د بريا (د غويي اتمه) په مناسبت د ولسمشر د صادر کړي فرمان له مخې، په تېرو ١٨ ورځو کې د يادو ٢١٤ بنديانو په ګډون ١٠٠٧ بنديان له دغه محبس څخه خوشې شوي دي.
د ولسمشر د فرمان له مخې، هغه بنديان چې د محکوميت دوره يې له يوه څخه تر پنځو کلونو پورې پاتې ده، خوشې شوي او هغه بنديان، چې د محکوميت دوره يې له ١٠ کلونو پورته وي، نو يوه مياشت او ٢٠ ورځې تخفيف په کې راځي.
عزيز احمدسرباز د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د بنديانو څلورمه ډله، چې په ياد فرمان کې شاملېږي، له څرخي پله زندان څخه خوشې شي.
نوموړي د خوشې شوو بنديانو د شمېرې له وړاندې کولو پرته وويل، چې دا پروسه به د هېواد په ټولو زندانونو کې دوام ولري.
د محبسونو د عمومي رياست مرستيال لوى پاسوال قيس فصيحي په دغو مراسمو کې د بنديانو د ستونزو په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل: ((په محبسونو کې د بنديانو تراکم د قانون د نه عملي کېدو پر وړاندې يواځېنى خنډ دى.))
د خوشې شوو بنديانو له ډلې د خالد په نوم يوه تن پژواک ته وويل، چې دى او ورور يې د تښتونې په تور نيول شوي وو او اته کاله بند پرې ختلى و.
هغه زياته کړه، چې ورور يې له دوو کلونو بند تېرولو وروسته د خپلې شته ناروغۍ له امله د دغه زندان په دويم بلاک کې ومړ او خپله د درېيو کلونو بند له تېرولو وروسته نن خوشې شو.
هغه زياته کړه، چې وروسته له دې به هېڅ ډول غير قانوني عمل ترسره نه کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن