کابل(پژواک،٥ غبرګولى ٩٣): د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې له ننګونو ډکې بولي او وايي، چې که امنيتي ځواکونه غفلت وکړي، وسله وال مخالفين به دا ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي.
د يادې ادارې مرسيتال عبدالمتين بېګ وويل، چې وسله وال مخالفين په دې هڅه کې دي، چې د لومړي پړاو ټاکنو کې خوړلې ماته په دويم پړاو کې جبران کړي، خو امنيتي ځواکونه دې هغوى نه پرېږدي، چې ټاکنې ګډوډې کړي.
هغه زياته کړه:(( د ټاکنو لومړى پړاو په ښه ډول تر سره شو، بايد هڅه وشي، چې د دښمن منفي تبليغات له منځه يوسو او دټاکنو په دويم پړاو کې هم دښمن ته ماتې ورکړو.))
بېګ چې نن يې په کابل کې د حکومت د رسنيو مرکز کې د وزارتونو، واليانو او امنيه قوماندانانو د ويندويانو تر منځ د اړيکو په اړه را بلل شوې غوندې ته خبرې کولې ، وويل چې له امنيتي چارواکو سره د ويندويانو همغږي ډېره مهمه ده.
نوموړي له ويندويانو څخه غوښتنه وکړه، چې خلکو ته واحد پيغام ولري، څو پر امنيتي ځواکونو د خلکو باور او اعتماد زيات شي.
د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې، چې دوه اونۍ وړاندې اعلان شوې، ټاکنې رسما دوم پړاو ته ولاړې او په دې پړاو کې به د ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ سيالي وشي. ټاکل شوې، چې د ټاکنو دويم پړاو د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه نېټه تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت هم د دويم پړاو ټاکنې د لومړي پړاو په پرتله له ننګونو ډکې بللي، خو ويلي يې دي، چې امنيتي ځواکونه د ټاکنو تر سره کېدو ته بشپړ چمتو والى لري او د مخالفينو ټول پلانونه به شنډ کړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې خبري ناسته کې وويل، چې د وسله والو مخالفينو ٨٥ سلنه تمرکز پر تبليغاتو دى او کوښښ کوي، چې د تبليغاتو له لارې خلک پر امنيتي ځواکونو بې باوره کړي.
هغه د ولايتونو له ويندويانو وغوښتل، چې د خپلو چارواکو له همغږۍ پرته دې د پېښو په اړه خبرې نه کوي، څو خلکو ته استولي پيغامونه يې سره همغږي وي.
صديقي وويل:((که چېرته والي يو څه او وياند يې بل څه ووايي، نو پر امنيتي ځواکونو د خلکو باور کمېږي او دا کار دښمن ته ګټه رسوي.))
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم وويل،چې وسله والو مخالفينو د وسله والو نښتو ترڅنګ تبليغاتي جګړه هم پيل کړې، خو امنيتي ځواکونه په غوره وضعيت کې دي او مخالفين نه پرېږدي ، چې خپلو موخو ته ورسيږي .
د ويلو ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايې ورکولو د مرکزونو لړليک يې له امنيتي ځواکونو سره شريک کړى او هغوى ډاډ ورکړى، چې د ټولو مرکزونو امنيت نيسي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن