ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو

په بدخشان کې د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو

author avatar
26 May 2014 - 13:52
په بدخشان کې د ځايي چارواکو پر ضد لاريون وشو
author avatar
26 May 2014 - 13:52

فيض اباد (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د بدخشان په مرکز فيض اباد کې په سلګونو تنو لاريون وکړ او د ځايي چارواکو د لرې کولو غوښتنه يې کوله.

هغوى چې د يمګان، جُرم، کران او منجان او پوهنتون محصلين په کې شامل وو، نن سهار يې د والي د دفتر پر لور لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د ځايي چارواکو ضد او “موږ په يمګان کې د امنيتي ځواکونو د مظلومانه وژنې په اړه بې تفاوته نه يو” شعارونه ورکول.

د بسم الله په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يمګان په جګړه کې لس ملکي وګړي او امنيتي سرتېري د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د دغو وژنو مسووليت د والي او امنيه قوماندان پر غاړه دى او بايد له دندې لرې شي.))

د فهيم په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل، چې امنيه قوماندان په يمګان کې ملي او سيمه ييز پوليس د وسلې او مهماتو له اړخه اکمال نه کړل او دغه کار د دې لامل شو، چې ولسوالي يې له لاسه ووځي او پوليسو ته مرګ ژوبله واوړي.

دوى ګواښ وکړ، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو خپلې اعتراضيه غونډې او لاريونونه به له سره پيل کړي.

خو د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وويل، چې لاريون د معترضانو له استازو سره تر خبرو وروسته پاى ته رسېدلى او ده يادو استازو ته ويلي، چې د امنيه قوماندان په ګډون ځايي چارواکي ملامت نه وو، بلکې د امنيت په برخه کې يې هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولې.

هغه پژواک ته وويل، دوى تر اوسه هڅه کوي، چې د يمګان امنيت ونيسي، خو دا چې يمګان له لاسه ووته، خپل لاملونه لري.

د والي په خبره، اول خو دا چې يو ګاونډى هېواد د يمګان په قضيه کې ښکېل و او دويم دا چې د کورنيو چارو وزارت ځانګړې قطعې او د ملي اردو کومانډويان د پرله پسې ورښتونو له امله ونه توانېدل، چې په هغې ولسوالۍ کې پلي شي، خو پر دې سربېره هم امنيتي ځواکونه وتوانېدل، چې ولسوالي له وسله والو مخالفينو ونيسي.

يمګان ولسوالي شپږ ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله او له څلورو ورځو وروسته د کورنيو چارو وزارت د ځانګړې قطعې او دفاع وزارت کومانډويي ځواک د عملياتو په ترڅ کې بېرته ونيول شوه.

امنيتي چارواکي وايي، چې د يمګان په بېرته نيولو کې ٢٥وسله وال مخالفين او اته پوليس وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

چارواکو او ځايي اوسېدونکو ويلي، چې طالبانو پر ولسوالۍ د واک پر مهال دولتي ودانۍ او د هغو مخورو او خلکو په لسګونو کورونه سوځولي، چې زامن يې په ملي اردو، پوليسو او امنيت کې کار کوي.

طالبانو د ودانيو د سوځولو په اړه څه نه دي ويلي، خو خپله مرګه ژوبله يې کمه ښودلې او د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله يې ١٦ تنه ښودلې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.