ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سروبي کې درې پوليس ووژل شول

په سروبي کې درې پوليس ووژل شول

author avatar
26 May 2014 - 16:18
په سروبي کې درې پوليس ووژل شول
author avatar
26 May 2014 - 16:18

کابل ( پژواک، ٥ غبرګولى ٩٣ ) : د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

دغه چاودنه د غبرګولي په پنځمه تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د سروبي ولسوالۍ اړونده د لته بند د خواجه سه بابا په سيمه کې شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه د لته بند د شاهراه د کنډک پر يوه رينجر موټر شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې موټر کې له کابل څخه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د پوليسو پوستو ته اعاشه لېږدول کېده، چې چاودنه پرې وشوه.

په سيمه کې د ياد کنډک قوماندان ګلتان کړوخېل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د لطيف په نامه د سيمې يوه عيني شاهد هم پژواک اژانس ته وويل ، چې د چاودنې له امله رينجر ويجاړ شوى دى.

ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.