ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله: له اوباما سره مې هېڅ ډول اړيکه نه ده نيولې

ډاکټر عبدالله: له اوباما سره مې هېڅ ډول اړيکه نه ده نيولې

author avatar
26 May 2014 - 15:59
ډاکټر عبدالله: له اوباما سره مې هېڅ ډول اړيکه نه ده نيولې
author avatar
26 May 2014 - 15:59

کابل (پژواک ٥ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديدډاکټر عبدالله وايي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما کابل ته د سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره ليدنه نه ده کړې او خپله يې هم له اوباما سره هېڅ اړيکه نه ده نيولې.

د امريکا ولسمشر تېره شپه ناوخته پر يوه ناڅاپي سفر بګرام پوځي اډې ته راغى او له خپلو قوماندانانو او سرتېرو سره يې وليدل.

ډاکټرعبدالله د اوباما د دغه سفر موخه د خپلو قربانيانو يادون ګڼلى او ويلې يې دي، چې د امريکا ولسمشر له افغان چارواکو سره ليدنې نه درلودې.

د ولسمشرۍ ياد کانديد، چې نن يې له خپل ټېم سره د ولسمشر کرزي د ورور محمود کرزي د يو ځاى کېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په دې اړه، چې ګني تېره شپه يې له اوباما سره ټيلېفوني خبرې کړي وويل: ((ما له اوباما سره هېڅ ډول ليدنه او خبرې نه درلودې.))

هغه ټينګار وکړ، چې په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک ته لومړيتوب ورکړي.

ډاکټرعبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د اوباما له سفر څو ساعته وړاندې يوې خبرې غونډې ته هم ويلي وو، چې حکومت به له بريا وروسته له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي د دغه امنيتي تړون د لاسليک لپاره شرطونه اېښي او دغه سند يې نه دى لاسليک کړى او امريکا تمه لري ، چې امنيتي سند به د نوي حکومت له مشر سره لاسليک کړي.

ډاکټر عبدالله د بګرام په هوايي اډه کې له  اوباما سره د ولسمشر کرزي د کتنې د انکار په اړه وويل، چې په دې برخه کې د ولسمشر کرزي تصميم خلکو ته د درناوي وړ دى، خو نور توضيحات يې ورنه کړل.

ولسمشر کرزي د خپل سيال دا غوښتنه رد کړې وه، چې په بګرام کې دې ورسره وګوري او ويلي يې وو، دولت حاضر دى، چې د امريکا د ولسمشر په ارګ کې له افغاني رسم سره سم هرکلى وکړي.

خو وروسته بيا د افغانستان او امريکا ولسمشرانو د ټاکنو او سولې پروسې په اړه ټيلېفوني خبرې وکړې او اوباما د ټاکنو د لومړي پړاو په ښه ترسراوي کې د ولسمشر کرزي او افغانانو رغنده رول وستايه.

ډاکټر عبدالله پر رڼو او عادلانو ټاکنو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د افغانانو برخليک پاکې رايې او د خلکو وڼډه بدلولى شي، خو دغه کار د تقلب له لارې امکان نه لري.

هغه زياته کړه: ((زموږ ژمنه دا ده، چې د خلکو د ژوند ښه کولو په موخه د ملي ګټو او ملي يووالي د تمثيل پر بنسټ د افغانستان لپاره له ټولو ظرفيتونو څخه کار واخلو.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.