ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسګونه سيمه ييز پوليس له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي

لسګونه سيمه ييز پوليس له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي

author avatar
28 May 2014 - 10:49
لسګونه سيمه ييز پوليس له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي
author avatar
28 May 2014 - 10:49

ترينکوټ ( پژواک، ٧ غبرګولى ٩٣ ) : د خاص اروزګان ولسوالۍ مسوولين وايي، چې لسګونه سيمه ييز پوليس له رينجر موټرو ، وسلو او مهماتو سره تښتېدلي دي.

د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال حاجي عبدالکريم د غبرګولي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تښتېدلي پوليس په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان حکيم شجاعي کسان وو.

هغه زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت په امر درې اونۍ مخکې ددغو سيمه ييزو پوليسو پر ضد عمليات شول او ٢٥ تنه يې د ولايت مرکز ترينکوټ ته  ولېږدول او هلته تر نظارت لاندې وو.

ولسوال وايي ، چې د سيمې د قومي مشرانو اوسپين ږيرو په هلو ځلو دغه کسان بېرته خوشې او پرون ورته وسلې، مهمات او رينجر ورکړل شول او په خپلو پوستو کې ځاى پر ځاى شول.

خو نوموړي وويل ، تېره شپه دغه کسان ، چې شمېر يې د ٧٠ او ٨٠ ترمنځ ده، خپلې دوه پوستې سوځولي ، له رينجر موټرو ، وسلو او مهماتو سره تښتېدلي دي.

ولسوال وويل، چې د تښتېدلو پوليسو په پوستو کې نوي پوليس ځاى پر ځاى شوي دي.

د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيه قوماندان نظر محمد پژواک اژانس ته ديادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل ، چې تښتېدلي پوليس ډېرى يې د هزاره جاتو دي او کېداى شي خپلو سيمو ته تللي وي.

د هغه په وينا، دوى د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالۍ ناوه او سرتنګي سيمو په پوستو کې کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

په کورنيو چارو وزارت کې د سيمه ييزو پوليسو لوى قوماندان جنرال عليشاه احمدزي پژواک اژانس ته وويل ، چې يادې اوازې شايعات دي  او تر اوسه دوى ته په دې اړه کوم راپور نه دى ورکړل شوى .

هغه زياته کړه، چې ياد پوليس د غزني د مالستان سيمې اوسېدونکي دي او دوى په خپله ورته ويلي وو، چې سيمه پرېږدي او پر ځاى يې نوي پوليس ګومارل کېږي.

خو جنرال احمدزي وويل ، چې دوى د يادو شايعاتو په اړه پلټنې پيل کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.