ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د بهرنيو شتون د افغان ځواکونو د ځواکمنتيا لپاره اړتيا ده

خلک: د بهرنيو شتون د افغان ځواکونو د ځواکمنتيا لپاره اړتيا ده

author avatar
29 May 2014 - 15:06
خلک: د بهرنيو شتون د افغان ځواکونو د ځواکمنتيا لپاره اړتيا ده
author avatar
29 May 2014 - 15:06

کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩٣): يو شمېر هېوادوالو د سرتېرو د ايستلو په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د اعلان هرکلى کوي، خو ځيني بيا وايي چې د ملي ځواکونو د نورې روزنې او همکارۍ لپاره بايد نړيوال ځواکونه تر ډېره په افغانستان کې پاتې وي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وړمه شپه اعلان وکړ، چې که د کابل او واشنګټن تر منځ امنيتي سند لاسليک شي، نو امريکا به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پر ېږدي.

اوباما وويل چې د پرېښودونو سرتېرو نيمايي به د ٢٠١٥ زېږديز کال تر پايه او پاتې نور به يې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر وروستيو له افغانستانه و ايستل شي.

د چارو کارپوه او د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد محمد انور سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکايي سرتېرو پاتې کېدنه به د افغان ځواکونو په ګټه وي.

ده زياته کړه، که چېرې ياد ځواکونه افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي نو دوى به پر مسلکي پوهې سمبال شي.

هغه وويل: ((امنيتي مسووليت خو هسې هم افغان ځواکونو اخيستى، که چېرې امريکايي ځواکونه يې په روزنيزه برخه کې همکاري وکړي نو ښه به وي.))

دى وايي چې د امريکايي ځواکونو شتون به هغه وخت ډېر موثر واقع شي کله چې هغوى افغان ځواکونه پر عصري وسايلو هم سمبال کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکى شاجهان وايي چې امريکايي ځواکونه بايد له افغانستانه په بشپړه توګه ووځي.

نوموړي زياته کړه که چېرې امريکايي ځواکونه ووځي نو له امله يې د جګړې په کچه کې کموالى راځي.

د جلال اباد ښار يو دوکاندار اېمل خان وايي چې افغان ملي ځواکونه اوس پياوړي شوي او د بهرنيو ځواکونو همکارۍ ته نوره اړتيا نه لري.

هغه زياتوي چې د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان په ګټه دى او له دې سره به وسله وال مخالفين هم بريدونه کم کړي.

د هلمند د ټولنيزې شورا غړى وکيل غياث الدين پژواک ته وويل، چې امريکايي سرتېري بايد له افغانستانه په تدريجي ډول ووځي.

 ده وويل، متحده ايالات نبايد په يو ځلي خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي، ځکه داسې عمل کولاى شي، چې هېواد يو ځل بيا کورنيو جګړو او بحران ته بوځي.

د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ قومي مشر حاجي نظرالدين وايي: ((زه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو پاتې کيدا ته د شک په سترګه ګورم او کومه خاصه نتيجه به ورنه کړي.))

دی وايي، د سرتېرو پاتې کېدل جګړه نه شي درولی که داسې وای نو په تېرو دوولسو کلونو کې به جګړه اوس درېدلې وای.

د ده په خبره، امريکايان په خپلو ګټه پسې ګرخي د افغانستان غم نشه ورسره.

د ګردېز ښار اوسېدونکی ازاد خان بيا وايي، له دې وړاندې خلک ډېر په تشويش کې وو، چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به امريکا افغانستان يو اځې پرېږدي خو دا دی بېرته امريکايان پاتې کېږي.

نوموړی وايي د ۲۰۱۴ کال اوازو په افغانانو بد اثر کړی وو او دير کارونه په ټپه دريدلي وو.

دی وايي، چې امريکا بايد د تېر په شان بېرته د افغانستان په هره برخه کې مرسته وکړي.

د ګردېز ښار يو بل اوسېدونکی نصرالله وايي، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو پاتې کېدل به جګړه پای ته ونه رسوي، د دې پر ځای بايد امريکا له ګاونډي هېواد پاکستان سره د جکړې خبره خلاصه کړي.

د غزني ښار يو اوسېدونکى رحمت الله بيا د بارک اوباما د اعلان هرکلى کوي او پر دې خوښي څرګندوي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو په شتون او نه شتون کې به جګړې روانې وي، نو ښه دا ده، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى سيف الله هم وايي، که چېرې امريکا غواړي چې په دغه هېواد کې جګړه پاى ته ورسېږي، نو د پاکستان د بريدونو مخه دې ونيسي.

د هغه په وينا، د امريکا له وتلو سره به جګړه نوره هم توده شي، ځکه چې بيا به پاکستاني استخبارات په خلاص مټ لاسوهنې وکړي.

د غزني ښار يو بل اوسېدونکى اسدالله بيا وايي، چې د امريکايانو له وتلو سره به طالبانو ته د نورې جګړې کولو دليل پاتې نه شي.

هغه د اوباما د دغه اعلان هرکلى کوي، چې ټول سرتېري به له افغانستان څخه وباسي.

د کندوز ولايت يو اوسېدوکى محراب الدين وايي چې امريکا پخوا له افغانستان سره ژمنه کړې وه، چې د طالبانو او ترهګرو پر ضد به قوي مبارزه کوي، خو دغه ژمنه يې پوره نه کړه.

د هغه په وينا، د امريکايانو په شتون کې امنيتي پېښې زياتې وې اوس چې دوى وځي او که نه وځي د افغانانو په ګټه نه دى.

خو د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى سيدعلي بيا وايي چې امريکا بايد د خپلو سرتېرو له ايستلو وروسته افغانستان يواځې پرې نه ږدې او خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د هغه په وينا، افغانان اوس هم امريکايي ځواکونو ته اړتيا لري، ځکه چې افغان ملي ځواکونه تر اوسه پر خپلو پښو نه دي درېدلي او نورې روزنې او تجهيز ته اړتيا لري.

د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل احمدفريد پژواک ته وويل، چې د افغانستان په اړه د اوباما وروستۍ پرېکړه د دې څرګندونه کوي، چې دوی لا هم په دغه هېواد کې د امريکا چارې بشبړې شوې نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې د بيارغونې په برخه کې شوې چارې تر يو ځايه د منلو دي خو لا هم په افغانستان کې سياسي پرمختګ نه دى شوى.

د هغه په وينا که چېرې امريکا د دغو تشو ډکولو لپاره اړين ګامونه واخلي نو ممکن د دواړو هېوادونو ګټې د ۲۰۱۶ کال له پيل سره د اوږدمهال لپاره خوندي پاتې شي کنه ممکن امريکا خپل نظر بدل کړي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد رفيق وويل، چې که چېرې د امريکا وروستۍ څرګندونې يواځې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سيمې د هېوادونو لپاره هم د ضرب الاجل حيثيت لري.

نوموړي زياته کړه، داسې ښکاري، چې امريکا د افغانستان لپاره خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وي.

د هغه په وينا، د افغانستان ستونزه يوازې کورنۍ مسئله نه، بلکې تر ډېره سيمه ييزه او نړيواله مسئله ده، چې اوباما پر دې ټولو اړخونو غږ وکړ، چې بايد له دې وروسته د افغانستان دوسيه په ښه توګه بشپړه شي.

د فارياب يو قومي مشر او د اضطراري لويې جرګې غړى محمد طارق د اوباما څرګندونې د افغانستان په زيان بولي او زياتوي چې افغانان تر اوسه د دې وړتيا نه لري چې د القاعدې او ترهګرو پر ضد پراخه مبارزه وکړي.

هغه ادعا وکړه، چې د افغانستان په ځواکونو او حکومت کې مديريت کمزورى دى او دوى د نړيوالې ټولنې نورې همکاريو ته اړتيا لري.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکى محمد نصير فايق بيا وايي تر هغه پورې دې پاتې شي، چې د افغانستان خلک ډاډه شي چې د خپل هېواد دفاع کولى شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.