خوست ښار (پژواک ۹ غبرګولی ۹۳): د خوست د مرکز په ختيځ کې د لکڼو د زکوخېلو پول نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په کې سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون درلود، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه پله په جوړېدو سره ښار ته د لکڼو د خوړ د هغې غاړې د زرګونو خلکو د تګ راتګ اسانتيا رامنځته شوه.
نوموړي وويل، چې پر دغه پله د نړيوال بانک له لوري د فوايد عامې رياست په چوکاټ کې شاوخوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلی دی.
هغه وويل، دغه پول چې ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، د جوړېدو چارې يې د تېرو يوولسو مياشتو په موده کې د يوه افغاني ساختماني شرکت له لوري بشپړې شوې دي.
نعيمي زياته کړه، چې د لکڼو د زکوخېلو د پله جوړېدل د دې سيمې د خلکو تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه وه او له دې وروسته به د هغو خلکو تر ډېره ستونزې حل شي، چې لاره يې پرې تېرېږي.
نوموړي دغه راز وويل، چې تر ډېره په خوست کې د لويو پلونو اړتيا پوره شوې، خو کوښښ کوي چې په نورو هغو سيمو کې چې پلونو ته ډېره اړتيا لري، هم دا ډول پروژې پلې کړي.
همدارنګه د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامور شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړکونو او پلونو د جوړونې لپاره يې د والي په ګډون له نورو چارواکو سره په ګډه تر خپله وسه هلې ځلې کړې او لا هم دوام لري.
هغه زياته کړه، چې په خوست کې د پلونو او سړکونو جوړول له جدي اړتياوو ګڼل کېږي او د دې ډول پروژو پلې کول د خلکو د غوښتنو په سر کې ځای لري.
د يادې سيمې يوه قومي مشر محمدقيوم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پله تر جوړېدو مخکې له خوړ څخه د تېرېدو پر مهال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
نوموړي زياته کړه، چې د سېلابونو د راتلو پر مهال به ساعتونه، ساعتونه د خوړ دواړو غاړو ته سلګونه خلک بند پاتې وو او ان ناروغان يې پر وخت روغتون ته نه شواى رسېدلای چې د ده په خبره اوس د پله په جوړېدو سره دغه ټولې ستونزې حل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د خوست د مرکز په دوو بېلابېلو سيمو کې يو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د يوه بل پله د جوړېدو چارې پيل شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن