ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې د وزیر د ساتونکو مشر ووژل شو

د پوهنې د وزیر د ساتونکو مشر ووژل شو

author avatar
30 May 2014 - 20:18
د پوهنې د وزیر د ساتونکو مشر ووژل شو
author avatar
30 May 2014 - 20:18

کابل ( پژواک، ۹ غبرګولی ۹۳ ) د افغانستان د پوهنې د وزیر فاروق وردګ د ساتونکو مشر د وسلوالو لخوا تر تښتول کیدو وروسته وژل شوی دی.

 

د پوهنې وزارت لخوا دغبرګولي  په ۹ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي د پوهنې د وزیر فاروق وردګ د ساتونکو مشر قوماندان حبیب الله د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د اونخي درې اوسېدونکی او له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د پوهنې د وزیر د ساتونکو مشر په توګه یې دنده ترسره کوله.

 

سرچینې زیاته کړې چې هغه د تیرې چهارشنبې په ورځ یادې سیمې د خپلې ناروغې مور پوښتنې ته ورغلی و، چې د سهار په څلور نیمو بجو وتښتول شوی او مړی یې نن غرمه په یوه بجه په شنیز سیمه کې موندل شوی دی.

د پوهنې وزارت یاده وژنه په کلکه غندلې او دا یې د بهرنیو جاسوسي شبکو د ګوډاګیانو کار بللی دی.

ددې وژنې مسوولیت تر اوسه چا به غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د  پوهنې د وزیر دوه ساتونکي وژل شوي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.