ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پر ملي اردو ځانمرګی برید شوی

author avatar
30 May 2014 - 19:35
author avatar
30 May 2014 - 19:35

لښکرګاه (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۳) په هلمند ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال برید جنرال غلام فاروق پرواني د  غبرګولي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید نن تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د ګرشک ولسوالۍ د حیدر اباد په سیمه کې شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې ځانمرګی برید د کرولا موټر په وسیله شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.

خو ددې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې په دې برید کې یو سرتیری وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

وسلوالو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، طالب ویاند قاري یوسف احمدي پژواک ژانس ته وویل چې په دې برید کې تر ۲۰ پورې سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.