ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانونو ځانګړې مجله ‘زرلټون’ له چاپه راووته

د کانونو ځانګړې مجله ‘زرلټون’ له چاپه راووته

author avatar
31 May 2014 - 18:44
د کانونو ځانګړې مجله ‘زرلټون’ له چاپه راووته
author avatar
31 May 2014 - 18:44

کابل (پژواک، ١٠غبرګولى ٩٣): د افغانستان د کانونو لپاره د پژواک خبري اژانس ځانګړې مجله ‘زرلټون‘ په درېيو ژبو کې چاپ شوه او ډېر ژر به په وړيا توګه په کابل او ولايتونو کې د خلکو په واک کې ورکړل شي.

دا مجله چې د افغانستان د سرو زرو، يعقوتو، ډبرو سکرو، اوسپنې ، مسو او نورو کانونو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې شوې په ٤٠٠٠ ګڼو کې په پښتو، دري او انګليسي ژبو چاپ شوې.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل وايي، چې د زرلټون د چاپ موخه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د موجودو کانونو په اړه د معلوماتو راټولو او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي لوړول دي.

کړوخېل وايي چې په دې مجله کې هڅه شوې چې د هېواد د کانونو ارزښت په ډاګه شي او د کانونو د ناقانونه کېندنو او قاچاق د مخنيوي په موخه له دې امله ملي شتمنيو ته د واردېدونکي زيانونه په ګوته شوي دي.

نوموړى وايي چې زرلټون په هرو شپږو مياشتو کې يو ځل چاپېږي.

دى وايي چې ددې مجلې د چاپ موخه دا ده، هغو هېوادوالو ته د ملي شتمنيو په اړه د معلومات وړاندې کول دي چې انټرنټ ته لاسرسى نه لري.

ده زياته کړه: “موږ وياړو چې دا ځل  د افغانستان دکانونو په اړه د” زرلټون” په نامه  د مجلې لومړۍ ګڼه درنو هېوادوالو ته وړاندې کوو.”

کړوخېل وايي چې د زرلټون په راتلونکو ګڼو کې به هم ځېنو څېړنيزو راپورونو ته ځاى ورکړل شي تر څو د کانونو په برخه کې د شته فساد د مخنيوي په برخه کې پژواک خبري اژانس خپل مسووليت ادا کړي.

کړوخېل کانونه د افغانستان د اقتصادي ودې له مهمو سرچينو وبلل او  حکومت يې تورن کړ چې  ددې برخې د ودې او د استخراج د روڼتيا لپاره لومړني ګامونه هم نه دي پورته کړي.

د کانونو ځانګړې وېب پاڼه

پژواک د افغانستان د کانونو په اړه څېړنيزو او تخصصي راپور ورکولو ته مخه کړې او په دې برخه کې خلکو ته د علمي، جدي او هر اړخيزې څېړنې ترڅنګ د کانونو په اړه معلومات په  انټرنېټي پاڼه کې وړاندې کوي.

په دغه وېب پاڼه (www.mines.af) کې د افغانستان د کانونو پېژندنه، د کانونو نقشې، د پانګونې اسانتياوې، د کانونو تړونونه او د جيولوجي اړوند سروې ګانې د لوستونکو لپاره وړاندې شوې دي.

د کانونو عوايدو، د کانونو استخراج او د ژوند پر چاپېريال يې اغېزو، صنايعو، د کانونو صادراتو، د کانونو قاچاق، د کارګرانو ساتنې  او د هغوى پر ورځني ژوند يې د اغېزو  او د خلکو د غوښتنو په اړه، پژواک خبري اژانس د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د ٦٠ خبريالانو پر مټ راپورونه، انځورونه او وېډيوګانې چمتو کړي دي.

پژواک خبري اژانس، په افغانستان کې يوه خپلواکه، باوري او تر ټولو لويه رسنۍ ده، چې پر مرکزي دفتر سربېره چې په کابل کې دى، اته سيمه ييز دفترونه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې خبريالان لري، په دې سره يې يوه پراخه خبري شبکه رامنځته کړې، چې په درېيو ژبو (پښتو، دري، انګليسي) خبرونه، فيچرونه، تحليلي راپورونه او مرکې خپروي.

د پژواک خبري اژانس له معلوماتو، له درېيو سوو زياتې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ ګټه اخلي.

 پژواک خبري اژانس همدا اوسمهال يوه پنځه کسيزه ډله د کانونو برخې د تخصصي ژورناليزم څخه د راپور ورکولو په برخه کې  ددوى د مسلکي مهارتونو د اوچتولو او همدارنګه علمي او نظري روزنې په موخه ګومارلې ده. د دغې شپږ مياشتينۍ دورې له  بشپړېدو سره به يوه بله ډله هم په همدې برخه کې  استخدام شي.

د يادونې ده ،چې د “زر لټون” په نامه د دغې مجلې ،چې لومړۍ ګڼه يې ستاسې په لاس کې ده، ټولې ليکنې او معلومات يې  هغه دي، چې دپژواک خبري آژانس د کاري ټيم له خوا چمتو شوي، څېړنه يې شوې او تر پوره غور او دقت وروسته د پژواک په ويب پاڼه، يا ددې خبرې ادارې اړونده د کانونو په ځانګړې ويب پاڼه کې خپاره شوي دي.

 

د زرلټون مجلې لوستلو لپاره دا ځاى کېکاږۍ

ترتيب: ميرآقا نصرت صميمى

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.