ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دويم پړاو ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي په ترسره کېدو ټينګار وشو

د دويم پړاو ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي په ترسره کېدو ټينګار وشو

author avatar
31 May 2014 - 17:01
د دويم پړاو ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي په ترسره کېدو ټينګار وشو
author avatar
31 May 2014 - 17:01

ګردېز(پژواک،١٠غبرګولى٩٣):د پکتيا ځوانانو د دويم پړاو ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي په ترسره کېدو ټينګار وکړ.

ځوانانو دا غوښتنه د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه په جوړه شوې   غونډه کې وکړه.

دغه غونډه په دويم پړاو ټاکنو کې د ځوانانو د ونډې په نوم ، د بېړنيو مرستو د موسسې (A.R.D) له خوا جوړه شوې وه.

په تېرو ټاکنو کې د رايو د محلونو کموالی،د رايو پاڼو کمښت، درغلۍ او امنيتي ننګونې د يادې غونډې د بحث اصلي موضوعګانې وې.

د غونډې يوتن ګډون وال نوراکبر پژواک ته وويل،په تېرو ټاکنو ډېرې نيمګړتياوې وې او دوى غواړي ، چې په دويم پړاو کې د دغو تېروتنو مخنيوى وشي.

د غونډې يوبل برخه وال محمد سليم د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې د ټاکنيزو توکو د انتقال او رسولو لپاره پوره چمتوالى ولري.

هغه وايي، چې د تېرو ټاکنو پر مهال په ځينو محلونو کې رايې پاڼې له ټاکلي وخته مخکې خلاصې شوې وې.

په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې تېرې تېروتنې به بيا نه تکرارېږي.

فيضي وويل: ((په پام کې لرو، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره په بېلابېلو مرکزونو کې٩٨محلونه زيات کړو؛ څو د رايې ورکولو پر مهال خلکو ته اسانتياوې برابرې  شي.))

فيضي زياتوي، تراوسه ورته څلور سوه زره د رايې ورکولو فورمې ور رسېدلي او ښايي داځل په دې ولايت کې د رايې ورکوونکو شمېر زيات شي.))

ده وويل، له ځينو ديني علماوو او قومي مشرانو سره يې د ټاکنو د عامه پوهاوي په اړه خبرې کړې دي؛ څو خلک په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته وهڅوي.

د يادولو ده، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د چارواکو په وينا، د پکتيا په ولايت کې٢٥٠ زره کسانو برخه اخيستې وه.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.