کابل (پژواک١٠غبرګولى٩٣): د ملي دفاع وزير وايي، چې پاکستان د افغانستان د دويم پړاو ټاکنو د ګډوډولو هڅې پيل کړې دي، خو افغان ځواکونو د ټاکنو د امنيت لپاره کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي،د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال سترپاسوال محمدايوب سالنګي او د ملي امنيت د لوى رياست مرستيال حسام الدين مرزي ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته غوښتي وو، تر څو دټاکنو د امنيت په اړه معلومات ورکړي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي په دې ناسته کې وويل،چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د نا امنيو کچه لوړه شوې او وسله وال مخالفين هڅې کوي، چې د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي .
هغه له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د تېرځل په څېر په دې پړاو ټاکنو کې هم کلک امنيتي تدابير ونيسي .
د ولسمشرۍ او ولايتي شوارګانو تېرې ټاکنې د وري په ١٦مه تر سره شوې او ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره شي.
محمدي وويل،چې په تېرو ټاکنو کې وسله وال مخالفين خپلو موخو ته ونه رسېدل، نو ځکه يې اوس په هېواد کې د نا امنيو لپاره جدي هڅې پيل کړي او تر شايې د پاکستان د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى ) لاس دى.
خو محمدي وايي، چې افغان ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي، ترڅو هېوادوال د تېرځل په څېر د امن په فضا کې خپله رايه وکاروي .
هغه زياته کړه : ((دښمن که هر څومره هڅې وکړي ، ټاکنې به انشاالله د امن په فضا کې ترسره کيږي .))
محمدي داهم وويل، چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په پروسه کې هيڅ ډول همکارۍ ته چمتوالى نه لري.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال محمدايوب سالنګي وويل ، چې کورني او بهرني وسله وال مخالفين د ټاکنو د ګډوډولو هڅې کوي.
دى وايي، چې کورنيو چارو وزارت د امنيه له ټولو قوماندانو سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې کړي او هغوى هم د ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتوالى لري .
هغه زياته کړه ، چې د ټاکنو امنيت د ټينګښت په موخه د امنيتي ارګانونو ګډ کمېسيون ولايتونو ته سفرونه کوي او د ټاکنو د امنيت د ټينګښت وروستى پلان به له ولسي جرګې سره هم شريک کړي.
په ياده غونډه کې د ملي امنيت مرستيال حسام الدين مرزي وويل، چې په ټوليز ډول د تېرکال په پرتله سږ کال په هېواد کې امنيتي حالات د ډاډ وړ دي .
هغه وايي، چې په لومړي دور ټاکنو کې د افغان دولت وسله والو مخالفينو ونه شو کړاى، چې ټاکنې ګډوډې کړي او اوس يې خپل ټول امکانات په کار اچولي، ترڅو دغه ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي .
هغه زياته کړه : ((موږ خپلو اداري کارکونکو ته هم ويلي، چې خپل اداري کارونه پرېږدي او د دښمن د پلانونو پر شنډولو کار وکړي، ترڅو ټاکنې په خير سره تېرې شي .))
هغه وايي، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښټ لپاره به کلک امنيتي تدابير ونيول شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن