ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوشي شوو طالب چارواکو لنډه پېژندنه

author avatar
2 Jun 2014 - 12:07
author avatar
2 Jun 2014 - 12:07

د دغو طالب چارواکو د خوشي کېدو راپور د غبرګولي په لسمه خپور شو.

د راپورونو له مخې، دغه تبادله د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې او خوشي شوي طالبان قطر ته رسېدلي دي.

د خوشي شوو طالب چارواکو لنډه پېژندنه:

ملا خیرالله خیرخوا

ملا خیرالله خیرخوا په ۱۹۶۷زېږدیز کال په کندهار کې زېږدلی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو د وزير، د هېواد د ختیځ زون عمومي رییس او د بلخ او هرات د والي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

هغه په کندهار کې د امریکایانو له خوا ونیول شو او د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د مې میاشتي په دويمه د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوى و.

 ملا محمد فاضل

ملا محمد فاضل شاوخوا ۴۶ کلن دی او د اروزګان په ولایت کې زېږېدلی دی.

ملا فاضل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوی درستیز، د دفاع وزارت د مرستیال او په لوېدیځ کې د جګړې عمومي قوماندان و.

 هغه په ٢٠٠١ زېږدیز کال کې په کندوز کې ونیول شو او د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته واستول شو.

ملا نورالله نوري

ملا نورالله نوري ۴۷کلن دی او په زابل کې زېږېدلی دى. هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لغمان، بغلان او بیا د بلخ د والي توګه دندې ترسره کړې دي.

نوري، په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې ونیول شو او د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.

ملا عبدالحق وثیق

ملا عبدالحق وثیق ۴۵ کلن دی او په غزني کې زېږېدلی دی.

دى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د ریاست مرستیال و او د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۱۱مه د ګوانتانامو زندان ته لېږدول شوى و.

ملا محمد نبي عمري

ملا محمد نبي عمري په ۱۹۶۸زیږدیز کال کې په خوست کې زیږیدلی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوړپوړى پوځي چارواکى و.

دی د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په دويمه د ګوانتانامو زندان ته لیږدول شوی و.

د طالبانو مشر ملا محمدعمر د يادو کسانو خوشي کېدل “ستره فتحه” بللې او د يادو کسانو د خوشي کېدو له امله يې ټول افغان ولس او د يادو کسانو کورنيو ته مبارکي ويلې ده.

ده د ټولو هغو کسانو په تېره بيا د قطر هېواد او د هغه له امیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني څخه مننه کړې چې د نوموړو کسانو په را خلاصولو کې یې هلې ځلې کړې دي.

 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.