ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه د امريکا چوپتيا د ستراتيژيک تړون د ژمنو خلاف عمل دى”

author avatar
2 Jun 2014 - 19:55
author avatar
2 Jun 2014 - 19:55

کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): د بهرنيو چارو وزارت د ډيورنډ کرښې له هغه لوري د پاکستان د هوايي او راکټي بريدونو په اړه د امريکا پر چوپتيا نيوکه کړې او ګواښ کوي، چې حکومت د دغو بريدونو د ځواب لپاره پوځي چمتووالى هم لري.

د کونړ امنيتي چارواکو ويلي، چې په تېره اونۍ کې د ډيورنډ کرښې له هاخوا د کونړ پر ځينو ولسواليو شاوخوا ٨٠٠ راکټونه توغول شوي، چې د يو شمېر کسانو له مرګ ژوبلې سربېره د هغوى د کورونو د ورانېدو او د سلګونو کسانو د بې ځايه کېدو لامل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان دولت له لومړۍ ورځې راهيسې تر اوسه د دغو بريدونو پر درولو ټينګار کړى، خو بريدونه نه دي درېدلي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکېب مستغني، د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل، چې تر دې مهاله د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو د درېدو په اړه له ټولو ډيپلوماټيکو لارو چارو کار اخيستل شوى، خو دغه بريدونه نه دي درېدلي، نو له دې امله افغانستان پر نورو لارو چارو فکر کوي.

هغه څرګنده کړه: “له سياسي او ډيپلوماټيک پلوه، له اقتصادي پلوه او په پاى کې هم له پوځي لارې.”

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې تېره اونۍ د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو په اړه کابل کې د ياد هېواد سفير بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړى شو او د ډيورنډ پر پوله د پوځي تاسيساتو د جوړولو او د خندقونو د کندلو په اړه يې له هغه سره د افغان دولت اندېښنه شريکه کړه او په دې اړه ټينګار شوى، چې د دا ډول بريدونو ادامه د دواړو هېوادونو پر اړيکو ناوړه اغېز ښندلى شي.

نوموړي وويل، د پاکستان سفير ته وويل شول، چې اوسنيو حساسو شرايطو کې، چې افغانان د خپل برخليک پر ټاکلو بوخت دي، د دا ډول بريدونو کول د خلکو حوصله ختموي او د دوى په ذهنونو کې د ورته بريدونو د کولو مفکوره رامنځ ته کېږي.

هغه زياته کړه، د پاکستان سفير ژمنه وکړه، چې د خپل هېواد اړوندو سرچينو ته به د افغان دولت غوښتنه او اندېښنه ورسوي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې اړه يې د پاکستان سفارت ته يادښت ليک هم سپارلى، چې په يوه برخه کې يې راغلي: “د پاکستان د پوځيانو راکټي او هوايي بريدونه د افغانستان پر حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د تېري او د دواړو هېوادونو د اړيکو او نړيوالو اصولو خلاف عمل دى او د بهرنيو چارو وزارت د دغو بريدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کوي.”

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.