ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د ټاکنو کمېسيون ٧٥ ساحوي ناظمان له دندو ګوښه شول

فراه کې د ټاکنو کمېسيون ٧٥ ساحوي ناظمان له دندو ګوښه شول

author avatar
2 Jun 2014 - 14:12
فراه کې د ټاکنو کمېسيون ٧٥ ساحوي ناظمان له دندو ګوښه شول
author avatar
2 Jun 2014 - 14:12

فراه (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): په فراه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٧٥ ساحوي ناظمين د تقلب، سرغړونو، درغليو او کاري کمزورتيا له امله ګوښه او پر ځاى يې نوي کسان ګومارل شوي دي.

په فراه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون  رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ ١٨ ساحوي ناظمين يا (DFC) د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د سرغړونو او درغليو له امله له دندو لرې کړل شوي دي.

نوموړي همدا راز څرګنه کړه، چې ١٢ نور ساحوي ناظمين د فراه له مرکز، څلور له پشت رود، درې له کاکسفيد، دوه له شيبکوه، درې له جوين، پنځه له پشتکوه، اوه له بالابلوک او يو يو د اناردرې، ګلستان او بکوا له ولسواليو لرې کړل شوي دي.

عزيزي زياته کړه، چې د دغو ٧٥ کارکوونکو پر ځاى نوي کسان استخدام شوي او اوسمهال تر روزنې لاندې دي.

ميرويس عزيزي وويل، چې د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ټاکنو تر ټولو زيات تقلب په پرچمن ولسوالۍ کې شوى  و.

نوموړي وويل، چې په پرچمن ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ ټولې رايې باطلې اعلان شوې، خو د ولسمشرۍ د کانديدانو رايې، چې د دې ولسوالۍ په ٨ مرکزونو او ١٤ محلونو پورې اړوندې وې، په لومړنيو پايلو کې باطلې شوې او پاتې نورې به د وروستيو پايلو تر معلومېدو وروسته څرګندې شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو کې يو کانديد هم بريالى نه شو، چې پنځوس جمع يو رايې ترلاسه کړي، نو له همدې امله دويم پړاو ته ولاړې او ټاکل شوې ، چې د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې د غبرګولي مياشتې په ١٧مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي دي، چې خپل تصميمونه به په پنځه ورځې ځنډ سره په ٢٢مه نېټه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته واستوي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي، چې د ولايتي شوراګانو له ټاکنو څخه نږدې درې زره شکايتونه ثبت شوي دي.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه د مخکښو کانديدانو  ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ ترسره کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.