ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: له ټاکنو وروسته د هېڅ ډول ګډوډۍ نښې نه وينم

حامد کرزى: له ټاکنو وروسته د هېڅ ډول ګډوډۍ نښې نه وينم

author avatar
3 Jun 2014 - 19:25
حامد کرزى: له ټاکنو وروسته د هېڅ ډول ګډوډۍ نښې نه وينم
author avatar
3 Jun 2014 - 19:25

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ له کانديدانو په کمپاينونو کې د صميمي فضا د ساتلو غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې له ټاکنو وروسته د هېڅ ډول ګډوډۍ نښې نه ويني.

نوموړي دغه څرګندونې، نن په ارګ کې د رسنيو له مسوولينو سره په کتنه کې وکړې.

حامد کرزي وويل، چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ټاکنيزو کمپاينونو فضا ښه وه او په دويم پړاو کې دې دولت، رسنۍ، د ولسمشرۍ کانديدان او د هغوى پلويان هڅه وکړي، چې د صميميت دغه فضا وساتي.

ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ هغه دوه نوماندان دي، چې د غبرګولي په ٢٤مه به د ټاکنو په دويم پړاو کې سره سيالي وکړي.

ولسمشر وايي، ټاکنو ملي بڼه غوره کړې، له دواړو کانديدانو سره د هېواد د هرځاى خلک موجود دي او د ده په خبره: “دواړو ډلو ته مو خلک راټول کړل.”

خو هغه يادونه وکړه، چې کانديدان د برياليتوب د شوق او له بايللو څخه د وېرې په موخه، هر کار کوي.

ده زياته کړه، دواړه کانديدان غواړي، چې حکومت يې بريالۍ وي او دا برياليتوب يې د ملي حکومت په جوړېدو کې دى.

کرزي هيله څرګنده کړه، چې راتلونکى حکومت ملي بڼه ولري او ټول افغانان په کې شامل وي.

د ولسمشر په وينا، له ټاکنو وروسته د هېڅ ډول ګډوډۍ نښې نه ويني، بلکې په راتلونکي کې د افغانستان ثبات ويني او د ده په خبره، هېواد د ښې راتلونکي پر لور روان دى.

حامد کرزي وويل، ټاکنيزو کمېسيونونو ته اعتبار ورکول د افغانستان د ثبات معنا لري، نو بايد چې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو له  کمېسيون ملاتړ او اعتماد پرې وشي.

ده له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ په اړه وويل: “که راتلونکي ولسمشر راباندې غږ وکړ، هم يې احترام کوم او هم سلا مشوره ورکوم.”

ولسمشر کرزي له دواړو کانديدانو د کمپاينونو پرمهال له رسنيو استفاده کړې او د بريا په صورت کې به د رسنيو ازادۍ ته احترام وکړي.

ده وويل، په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ سلبېدل ناشوني دي، مګر هغه مهال چې په دې هېواد کې ديموکراسي له منځه لاړه شي.

هغه د دې په ويلو سره، چې په هېواد کې رسنيو خپله ملي دنده نه ده درک کړې، زياته يې کړه: “د نورو هېوادونو رسنۍ ملي درک لري، خو زموږ رسنيو د مسووليت درک لا نه دى کړى.”

ولسمشر د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د ده د واکمنۍ لويه لاسته راوړنه څه ده؟ وويل، چې د ده په دوره کې د افغانستان لوى وياړ دا دى، چې افغانستان يو ځل بيا د ټولو افغانانو کور شو.

دى وايي: “ټول خلک په تېښته کې وو، خو اوس مجاهد، طالب، خلقى او پرچمى په پارلمان کې موجود دي او هره قبيله په ټاکنو کې ګډون لري.”

دغه راز ده وويل، چې ښوونې او روزنې ته پاملرنه، د زده کړو لپاره بهر ته د ځوانانو لېږل او په نړيواله ټولنه کې افغانستان ته د باعزته ځاى پيدا کول د ده د حکومت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

حامد کرزي د خپل کار نيمګړتياوې هم يادې کړې او ويې ويل، ويې نه شو کړى چې په خپله واکمنۍ کې په بشپړ ډول قانون پلى کړي.

هغه د دې کار لاملونه د امکاناتو او وسايلو، د فني کسانو او د پياوړو ارګانونو او موسساتو نه شتون او کورنۍ ګډوډۍ په ګوته کړې.

ولسمشر د ده د واکمنۍ پرمهال، ناامنۍ او په هېواد کې د نړيوالو ځواکونو شتون د قانون د پلي کېدو پر وړاندې ستر خنډونه وبلل.

خو هغه زياته کړه، ډاډمن دى چې په راروانه دوره کې به عدالت رامنځ ته او قانون به پلى شي.

دغه راز هغه وويل، د تجربې او امکاناتو نه شتون د ده د حکومت پر لاسته راوړلو اغېز درلود او که نننۍ تجربه ورسره لس کاله پخوا واى، نو امکان يې درلود چې د کار پايلې به يې د اوس په پرتله ډېرې ښې وې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.