ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پاکستان د راکټي بريدونو موضوع دې له ډيپلوماټيکې لارې حل شي”

author avatar
3 Jun 2014 - 16:34
author avatar
3 Jun 2014 - 16:34

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٣): په کابل کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير وايي، چې پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونو موضوع بايد د دواړو هېوادونو د لوړپوړو امنيتي او ډيپلوماتيکو چارواکو له لوري حل شي.

د امريکا سفير جيمز کننګم نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه بريدونه د دواړو هېوادونو تر منځ يوه امنيتي ستونزه ده او امريکا د هېڅ لوري پلوي هم نه کوي.

د امريکا سفير زياته کړه: “موږ د بريد په اړه کره معلومات نه لرو، خو هڅه کوو چې په دې اړه د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ دوه اړخيزه خبرې وشي.”

هغه زياته کړه، چې دوى هم له دواړو هېوادونو سره خبرې کړي او له دې وروسته به هم هڅه وکړي، چې خپلو دوه اړخيزه خبرو  ته ادامه ورکړي او دې ستونزې ته د حل لاره چاره ولټوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، امريکا د پاکستان د راکټي او هوايي بريدونو په اړه په چوپتيا تورنوي او دغه چوپتيا د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيک تړون د ژمنو خلاف عمل بولي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې افغانستان پر کونړ ولايت د پاکستان د راکټي او هوايي بريدونو په اړه په کابل کې د امريکا سفارت ته رسمي يادښت ليک لېږلى دى.

د ياد يادښت په يوه برخه کې ويل شوي، له څو کلونو راهيسې پر افغانستان د پاکستان له لوري راکټي بريدونه روان دي او د افغانستان د خلکو د مالي او ځاني زيانونو لامل ګرځېدلي دي.

په يادښت کې درج شوي، چې دا ډول عمل د افغانستان پر خاورې او ملي حاکميت ښکار تېرى ګڼل کېږي. تر کومه ځايه چې د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان د يوه دوست او ستراتيژيک تړون کوونکي په توګه، د افغانستان د امنيت ټينګښت او دفاعي همکاريو ته ژمن دى، اړينه ده څو په دې برخه کې د افغانستان دولت د برحق دريځ، چې د بهرني يرغل پر وړاندې له خپل حريم نه ساتنه او دفاع ده، ملاتړ وکړي.

څرنګه چې د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيک تړون د درېيمې مادې په نهمه برخه (د اوږد مهاله امنيت ټينګښت) کې درج شوي دي: “د سوېلي اسيا او مرکزي اسيا په پرمختګ او ټيکاو کې د افغانستان د ثبات د رول په درک سره، امريکا ټينګار کوي چې د افغانستان پر وړاندې هر ډول بيرونى يرغل د امريکا لپاره د زياتې اندېښنې لامل ګڼل کېږي.

د دې ډول پېښو د ترسره کېدو په وخت کې، لوري بايد په ډېرې بېړې سره د يو بل په مشوره د سياسي، ديپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په ګډون، د دواړو لورو په هوکړې او د دوى د اساسي قانون له حکمونو سره سم وړ ځواب طرحه او پلي کړي.”

خو د امريکا سفير په دې اړه وويل: “دغه سند نه وايي، چې امريکا دې په کومه جګړه کې ګډون وکړي، دغه سند وايي، چې د افغانستان ثبات يوه مهمه مسئله ده او موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې ارامي او ثبات راشي.”

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د ستراتيژيک تړون د يادې مادې له مخې، داسې ايجاب کېږي، چې د دغو بريدونو د دفعې او طرد په موخه، افغانستان او د امريکا د ګډو اقداماتو او تدابيرو نيولو لپاره هلې ځلې وکړي، ځکه نو افغان لورى هيله من  دى، چې ډېر ژر د امريکا، افغان لوري ته د خپلو دفاعي اقداماتو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړي.

د کونړ ولايت چارواکو ويلي، چې په دې وروستۍ اونۍ کې، د کونړ ولايت پر سر جدي ولسواليو له ٨٠٠ ډېر راکټونه توغول شوي، چې د يو شمېر اوسېدونکو د مرګ ژوبلې، د لسګونو کورونو د ويجاړېدو او سلګونه نورو کسانو د بې ځايه کېدو لامل شوي دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د بريدونو د درېدو لپاره تر دې مهاله له ټولو ډيپلوماټيکو لارو چارو کار اخيستل شوى، خو بريدونه لا نه دې درول شوي نو افغانستان دغو بريدونو ته د مناسب ځواب ويلو لپاره د نظامي ځواب په ګډون نورې لارې چارې په پام کې نيولې دي.

 

 

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.