ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې شپږ سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي

author avatar
4 Jun 2014 - 12:24
author avatar
4 Jun 2014 - 12:24

لښکرګاه-کابل (پژواک ۱۴ غبرګولى ۹۳): د ماين په چاودنو او وسله وال بريد کې يو ملکي وګړى، څلور پوليس او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دوه  پوليس ټپيان  دي.

امنيتي ادارو ويلي، ملکي وګړي او پوليسو ته په هلمند کې مرګ ژوبله اوښتې او  د ملي اردو سرتېري په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ناوخته د سنګين ولسوالۍ د “امان الله کارېز”سيمه کې د عامه نظم پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

ځواک وايي، چې په دې چاودنه کې څلور پوليس ووژل شول او يو بل ټپي شو.

د والي وياند زياتوي، چې د پېښې پر مهال په ياده سيمه کې نښته هم شوې او وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې نه ده ورته معلومه.

بلخوا د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالاحد چوپان پژواک ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته په ګرمسېر ولسوالۍ کې يو ملکي وګړى نامعلومو  وسله والو پر ډزو وژلى.

هغه وايي، چې په دې اړه يې څېړنې روانې دي.

د چوپان په وينا، دغه راز  تېره شپه  وسله والو د مرکز لښکرګاه د “کلاسنګ” پوستې پر پوليسو بريد کړى، چې په کې يو پوليس ټپي شوى دى.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت د غبرګولي په ١٤مه پژواک ته په رالېږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دوه سرتېري يې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د پېښو د ځاى په اړه څه نه دې ويل شوي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.