ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغيس کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

بادغيس کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Jun 2014 - 15:36
بادغيس کې وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Jun 2014 - 15:36

قلعه نو (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): په بادغيس کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ١٤ وسله وال او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي .

په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال محمدداوود وفادار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بالامرغاب په اکازو سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې شوې دي.

خو د ده په وينا، ياده مرګ ژوبله نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو پر دولتي اکمالاتي ځواکونو بريد وکړ.  

دى وايي، چې د نننۍ نښتې په ترڅ کې څلور طالبان او درې د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د بالامرغاب ولسوالۍ د مرکز اړوند سيمې اوسېدونکى عبدالمجيد وايي، ده هم اورېدلي، چې په ياده نښته کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د نننۍ نښتې په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې ويلي وو، چې د بالامرغاب په اکازو، جوى ګنج او منګان خولې په سيمو کې شپږ دولتي امنيتي پوستې او يوه قرارګاه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او د دولتي ځواکونو يو ټانک تخريب شوى دى.

هغه ويلي و، چې په يادو نښتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.