ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: د ناټو د نوي ماموریت مهالوېش نه دی په ډاګه شوی

author avatar
4 Jun 2014 - 19:57
author avatar
4 Jun 2014 - 19:57

 بروکسل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۳): د ناټو سازمان غونډه د افغان ملي ځواکونو د دوامداره ملاتړ هوډ په څرګندولو سره پای ته ورسېده، خو د خپل نوي ماموریت د سرتېرو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

دغه دوه ورځنۍ غونډه چې په کې د ناټو سازمان او ایساف همکارو شاوخوا ۵۰ هېوادونو د دفاع وزیرانو او لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې وه، پرون پیل او نن پای ته ورسېده.

د دې غونډې دویمه ورځ افغانستان ته ځانګړې شوې وه، چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي، د ایساف قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ناټو ملکي استازي برخه اخیستې وه.

د دې غونډې په پای کې د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن وویل، چې دوی د افغانستان د ملي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

هغه زیاته کړه، چې افغان ملي ځواکونو د تېرو ټاکنو پر مهال امنیت ټینګ کړی وو، چې له امله يې افغانانو په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخیسته.

د ده په وينا، هره رایه چې افغانان يې په ټاکنو کې کاروي، د افغانستان د راتلونکي او او د دیموکراسۍ لپاره ډېر مهمه ده.

راسموسن زياتوي، د افغانستان د دفاع وزیر د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې ځواکونه به یې د دویم پړاو ټاکنو کې هم امنیت خوندي کوي.

د ناټو سرمنشي وایي، په دې غونډه کې غړو هېوادونو یو ځل بیا خپلې پخوانې ژمنې تکرار کړې او هوډ یې وکړ، چې د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغوی مالي ملاتړ ته به هم ادامه ورکوي.

هغه د ناټو د نوي ماموریت په اړه وویل، چې پلانونو ته یې وروستۍ بڼه ورکړل شوې ده، خو کله چې دې ماموریت لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کړي، نو بیا به یې په اړه وروستۍ پرېکړې وشي.

راسموسن وویل، قانوني چوکاټ هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې د ناټو او افغانستان ترمنځ امنیتي سند لاسلیک شي.

خو نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ژمنه کړې، چې د بریالیتوب په صورت کې به له ناټو سره د (سوفه) سند لاسلیک کړي.

هغه وایي: ((ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو د دغه اعلان هرکلی کوي.))

د ناټو سرمنشي وویل، تر اوسه دوی تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د سرتېرو د شمېرې او د دغه ماموریت د مودې په اړه پرېکړه نه ده کړې.

خو د ناټو ځینې سرچینې وایي، د نوي ماموریت د سرتېرو شمېره به د ۱۰ او ۱۲زرو ترمنځ، چې ډېری به یې امریکایي او پاتې نور به یې د نورو هېوادونو وي.

راسموسن په داسې  حال  کې وایي، چې د نوي ماموریت مهالوېش نه دی په ډاګه شوی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی، چې له افغانستان څخه به خپل ټول سرتېري د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې وباسي.

ویل کیږي، چې د ناټو نوی ماموریت به هم په دغه کال کې پای ته ورسېږي.

راسموسن زیاته کړه، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له خوا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکایي سرتېرو د شمېرې په ډاګه کول، د ناټو نوى ماموریت نور هم پیاوړی کوي.

هغه وویل، دوی د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ ورځې څخه د نوي ماموریت پلان لري، د اوږدمهال لپاره ناټو له افغانستان سره ستراتیژیک تړون لري او د دې له مخې به د دواړو لورو اړیکې دوامداره وي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.