ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ٢٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېلابېلو پېښو کې ٢٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Jun 2014 - 11:39
په بېلابېلو پېښو کې ٢٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Jun 2014 - 11:39

کلات،ترينکوت،پل علم،غزني (پژواک،١٥غبرګولى٩٣):په بېلابېلو نښتو او چاودنو کې پنځه سرتېري،دوه وسله وال او يو ملکي وګړى وژل شوي،١١ سرتېري،اته ولسي وګړي او دوه وسله وال ټپيان دي.

چارواکي وايي، چې دا پېښې د هرات، لوګر، زابل او په اروزګان ولايتونو کې رامنځ ته شوې دي.

د هرات چارواکي وايي، چې نن سهار اته بجې په دغه ولايت کې د ملي اردو پر موټرو په يوه وسله وال بريد کې درې د ملي اردو سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل ،دا پېښه د ښار اومې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوو    وسله والو  د ملي اردو پر موټر ډزې وکړې.

په ورته مهال د لوګر د والي وياند دين محمد دورېش وايي، چې نن ١٠ بجې په پل علم کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې په کې څلور پوليس او دوه ماشومان ټپيان شوي.

دورېش وايي، چې چاودنه په ياد موټر کې د ځاى پر ځاى شوي چسپکي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې.

دغه راز د زابل د شاه جوى ولسوال ملک علي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د يادې ولسوالۍ په بازار کې د ملي اردو سرتېرو د موټرو د تېرېدو پر مهال  چاودنه وشوه.

ولسوال وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون دوه تنه ووژل شول،څلور سرتېري او شپږ ملکي کسان ټپيان دي.

ده وويل، د ولسوالۍ په بازار کې کلات اډې ته څېرمه پر يوه درول شوي موټر سايکل چاودېدونکو توکي تړل شوي و، کله چې د ملي اردو موټر له سيمې تېرېدل چاودنه ورکړل شوې.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، په دې چاودنه کې يې څلور سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

بلخوا د اروزګان ولايت د خاص اروزګان امنيه قوماندان دويم څارن نظر محمد پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې د “بېروت” په سيمه کې له وسله والو سره نښته کړې ده.

قوماندان وويل، په دې نښته کې يو محلي پوليس او دوه طالبان وژل شوي او دوه طالبان ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر پېښې وروسته په سيمه کې د عملياتو پر مهال شل ماينونه هم کشف شوي، چې وسله والو په لويو لارو کې ځاى پر ځاى کړي وو.

طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.