ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داوودزى: د دويم پړاو ټاکنو پر وړاندې به امنيتي ګواښونه زيات وي

داوودزى: د دويم پړاو ټاکنو پر وړاندې به امنيتي ګواښونه زيات وي

author avatar
7 Jun 2014 - 20:13
داوودزى: د دويم پړاو ټاکنو پر وړاندې به امنيتي ګواښونه زيات وي
author avatar
7 Jun 2014 - 20:13

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د کورنيو چارو وزير وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو پر وړاندې به زيات امنيتي ګواښونه وي، خو مخالفين د ټاکنو د ترسره کېدو مخنيوى نه شي کولى.

عمر داوودي يادې څرګندونې، نن د امنيتي چارواکو، د ټاکنو د کمېسيون د غړو او د کانديدانو په يوه ګډې خبري ناسته کې وکړې.

ده وويل، د ټاکنو د لومړي پړاو په پرتله به په دوهم پړاو کې د ګواښونو کچه زياته وي، خو د امنيتي ځواکونو تجربه او ژمنتيا په دې برخه کې زياته شوې او په ډاډ سره ويلى شي، چې ټاکنې به ترسره کېږي.

د هغه په وينا، سره له دې چې د ټاکنو په ورځ به وړې پېښې وي، خو دښمن د ټاکنو د ترسره کېدو مانع نه شي ګرځېدلى.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او په وينا يې: “خلک دې د خپلو ګوتو په رنګولو، ترهګري او طالب رد کړي.”

د کورنيو چارو وزير وايي، د ټاکنو له لومړي پړاو څخه يې ډېر څه زده کړي او هغه نيمګړتياوې، چې په تېر کې وي، هغه يې په ګوته کړي، چې په را روانو ټاکنو کې به دا نيمګړتياوې له منځه وړي.

هغه ډاډ ورکړ، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به په دويم پړاو ټاکنو کې بې پلوه پاتې کېږي او تر خپلې وسې به د درغليو مخه هم نيسي.

په دې ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر محمد يوسف نورستاني وويل، د امکان تر بريده به د دويم پړاو ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي.

ده زياته کړه، دا ځل به د څارونکو په برخه کې هېڅ ستونزه نه وي، هر کانديد ته يې د څارنې په موخه نوي پنځوس زره کارتونه وېشلي دي، دغه راز به دا ځل د رايې ورکولو د پاڼو ستونزه هم نه را منځ ته کېږي.

د هغه په وينا، په دويم پړاو ټاکنو کې به ٦٢٦٣ مرکزونه پرانيستي وي، په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې ٦٤٢٣ مرکزونه خلاص و.

په دې غونډه کې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د خلکو غوښتنه ده او هيله لري د ټاکنو خپلواک کمېسيون او امنيتي ځواکونه دا ځل ټاکنې په ښه توګه ترسره کړي.

ده زياته کړه، په دويم پړاو ټاکنو کې د سايټونو کمېدل له اساسي حقونو څخه د خلکو د محرومېدل معنا لري، ځکه خلک حق لري چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي دغه راز په ټاکنو کې د امنيتي ځواکونو پر پلويتوب هم ټينګار وکړ.

د ټاکنو کمېسيون مشر وويل، چې په دې ناسته د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر عبدالله د پرونۍ پېښې او د زياتو بوختياوو له امله ګډون ونه شو کړاى.

پرون د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د اصلاحاتو او همپالنې د موټرو پر کاروان په پروني ځانمرګي بريد کې ١٢ تنه ووژل شول او ٤٠ نور ټپيان شول.

ټاکل شوې د روانې مياشتې په ٢٤مه د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو ټاکنې ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.