ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک د افغانانو رايه په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين بازار ته وړاندې کړ

پژواک د افغانانو رايه په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين بازار ته وړاندې کړ

author avatar
7 Jun 2014 - 18:44
پژواک د افغانانو رايه په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين بازار ته وړاندې کړ
author avatar
7 Jun 2014 - 18:44

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د يوې نوې پرمختيا له مخې، پژواک خبري اژانس د افغانانو رايه (AfghansVote) په نوم د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشين (Mobile App) بازار ته وړاندې کړ، چې د ټيلېفون پر Android او iOS عملياتي پروګرامونو کې د لاسرسي وړ دی.

د ګرځنده ټيلېفون نوموړی اپلېکېشن په سمارټ فون کې د کارونې وړ دی.

د افغانانو رايه د ګرځنده ټيلېفون اپلېکېشن د خبرونو او ټولنيزو رسنيو يو اپلېکېشن دی او د دې لپاره چمتو شوی، ترڅو د ګرځنده ټيلېفون کاروونکي وکولای شي د خپل ټيلېفون له لارې د ټاکنو اړوند وروستيو خبرونو، اندونو، ليکنو او د درېيمګړو شريک شوو معلوماتو ته لاسرسی ومومي.

په خپلو ټيلېفونونو کې د دغه اپلېکېشن کارولو له مخې، تاسو کولای شئ د وېبپاڼې له لارې خپل د سترګو ليدلی حال، انځورونه، اندونه او خبرونه شريک کړئ. که تاسو غواړئ خپل معلومات شريک کړئ او هغو ته لاسرسی ولرئ، د دې لپاره تاسو په خپلو ټيلېفونونو کې د کمپيوټر يوه پروګرام ته اړتيا لرئ.

د پژواک خبري اژانس رييس او د امتياز خاوند دانش کړوخېل  د دې نوې پرمختيا په اړه وويل:  “له ۱۳ ميليونو ډېر افغانان ګرځنده ټيلېفون ته لاسرسی لري، موږ غواړو د دې ټکنالوژۍ په مرسته دوی ته د پژواک خبرونه ورسوو او د ټاکنو د بهير په اړه يې ګام په ګام خبر کړو.”

د ګرځنده ټيلېفون دغه اپلېکېشن د ګوګل پلې (Google Play Store) په پروګرام کې د(Android)  او  (IOS) په عملياتي سيستمونو کې د لاسرسي او ډانلوډ وړ دی. د يادونې ده، چې ډانلوډ او د ټاکنو په اړه د پژواک خبرونو ته لاسرسی وړيا دى. 

د افغانانو د رايې (AfghansVote) او د دې وېبپاڼې اړونده نور محتويات د پژواک خبري اژانس محصولات او ملکيت دي. پژواک په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او امنيتي څانګو کې د هېواد په کچه خبرونه او تحليلونه چمتو کوي او په دې کار يې رسنۍ د دې جوګه کړي، چې له  خلکو سره د پېښو په اړه کره، دقيق او بې پرې معلومات شريک کړي. پژواک خپلو ګډونوالو ته په ليکلي، تصويري، غږيز او وېډيويي بڼه تازه خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې وړاندې کوي.

پژواک په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې لوړولو په موخه د (Afghans Vote) يا د افغانانو رايه په نوم ټولنيزه شبکه جوړه کړې ده. په دې شبکه کې ټول وګړي کولى شي خپل ليدلوري، د سترګو ليدلى حال، راپورونه، مطالب، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي. اژانس غواړي چې د دې شبکې له لارې ټاکنيزې درغلۍ او سرغړونې، په ځانګړي ډول د هېواد په لرو پرتو سيمو کې ثبت کړي او خلکو ته يې ورسوي.

پژواک خبري اژانس، په افغانستان کې يوه خپلواکه، باوري او تر  ټولو لويه رسنۍ ده، پر مرکزي دفتر سربېره چې په کابل کې دى، اته سيمه ييز دفترونه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې خبريالان لري، په دې سره يې يوه پراخه خبري شبکه رامنځ ته کړې، چې په درېيو ژبو (پښتو، دري، انګليسي) خبرونه، فيچرونه، تحليلي راپورونه او مرکې خپروي. دغه راز نړيوالو خبري اژانسونو، ټلوېزيونونو او راډيوګانو ته غږيز او ويډيويي کليپونه هم چمتو کوي.

تاسو کولای شئ، په ای فون او اندرويد موبايلونو کې د پژواک خبرونه د ای تون او ګوګل پلې په پلورنځيو کې ډانلوډ کړئ او يا د ډانلوډ او د اپلېکېشن په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  www.pajhwok.com او http://afghansvote.af

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.