ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيد حسين انوري له چاودنې روغ ووت

author avatar
8 Jun 2014 - 17:46
author avatar
8 Jun 2014 - 17:46

کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): د افغانستان خلکو د اسلامي حرکت مشر او پخواني جهادي قوماندان سيد حسين انوري ته يوې نږدې سرچينې ويلي، چى نوموړى د وسله والو مخالفينو له کمين او ځانمرګي بريد څخه روغ وتلى دى.

د دغه ګوند د فرهنګي چارو مشر سيد جعفر عادلي حسيني، پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دغه پېښه د يکشنبې (د غبرګولي ١٨مه) د مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل: “زه هم د ښاغلي انوري د موټرو له کاروان سره له سياګرد ولسوالۍ راګرځېدو، چې ناڅاپه يوه ځانمرګي بريدګر د سياګرد ولسوالۍ له رنګاپول څخه د تېرېدو پر مهال له خپل موټرسايکل سره د انوري موټر تر شا په بل موټر پورې ځان ونښلاوه، چې له هغه وروسته سخته نښته پيل شوه.”

حسيني زياته کړه: “حتى د شاوخوا کورونو له لوري هم پر موږ ډزې کېدې، چې ورته مهال د ولسوالۍ پوليس را ورسېدل او نښته له ٤٠ دقيقو وروسته پاى ته ورسېده.”

د ياد ګوند د فرهنګي چارو د مشر په وينا، په دې پېښه کې سيدحسين انوري ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو د سيمې يوه اوسېدونکې مېرمن د ځانمرګي بريد له امله ژوند له لاسه ورکړى او د انوري درې ساتونکي هم برسېرن ټپيان شوي دي.

د عادلي د معلوماتو له مخې، انوري او له هغه سره مل پلاوى د ټاکنيزو مبارزو لپاره يو شمېر مرکزي سيمو ته تللى و او تېره جمعه هم ميدان ښار ته په نږدې سيمه کې پرې د سړک غاړې ماين چاودېدلى و، خو نوموړي ته په کې کوم زيان نه و اوښتى.

سيدحسين انوري، په لومړي پړاو ټاکنو کې د عبدالرحيم وردګ دويم مرستيال و، خو رحيم وردګ د لومړي پړاو ټاکنو له تر سره کېدو وړاندې له خپلې نوماندۍ تېر شو او انوري هم د اشرف غني په مشرۍ له تحول او دوام ټيم څخه ملاتړ وکړ.

د سياګرد امنيه قوماندان سمونوال يارمحمد هم دغه پېښه منلې، خو وايي چې چاودنه د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې، چې په پاى کې يې يوه مېرمن وژل شوې ده.

هغه وويل، چې په دې اړه به له پلټنو وروسته معلومات وړاندې شي.

د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.