ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې د بغلان له سېلاب ځپلو سره پر مرستې ټينګار وکړ

مشرانو جرګې د بغلان له سېلاب ځپلو سره پر مرستې ټينګار وکړ

author avatar
8 Jun 2014 - 16:56
مشرانو جرګې د بغلان له سېلاب ځپلو سره پر مرستې ټينګار وکړ
author avatar
8 Jun 2014 - 16:56

کابل (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٣): مشرانو جرګې له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه، چې د بغلان له سېلاب ځپلو سره اړينې مرستې وکړي او د اصلاحاتو او همپالنې ډلې پر کاروان د وړمې ورځې بريد په جدي توګه وڅېړي.

وړم ماښام د بغلان د ګذرګاه نور ولسوالۍ په مرکز او څېرمه سيمو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راغلل.

ځايي چارواکي وايي، چې د دغو سېلابونو له امله تر سلو ډېر کسان مړه شوي او درانه مالي زيانونه اوښتي خو ځينې سرچينې د دغو پېښو د مړو شمېر تر دوو سوو تنو ښيي.

د مشرانو جرګې يو پلاوى هم يادې سيمې ته ورغلى و.

د ياد پلاوي غړي او په مشرانو جرګه کې د بغلان استازي مولوي عبدالولي راجي وويل، چې په يادو سېلابونو کې شاوخوا دوه سوه تنه مړه شوي،١٥٠٠کورونه نړېدلي، ځمکې او باغونه هم زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د ٧٤ کسانو مړي ما په خپلو سترګو وليدل، هلته نور امکانات نشته، چې مړي را وباسي، حکومت بايد د ګذرګاه نور ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره ژر او اړينې مرستې وکړي.))

راجي وايي، چې د سېلاب ځپلې سيمې اوسېدونکي بايد نورو سيمو ته ولېږدول شي او اړينې مرستې ورسره وشي.

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم د بغلان له سېلاب ځپلو سره د اړينو مرستو غوښتنه کوله.

په ياده جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه راغلل او خلکو ته يې د مالي زيانونو تر څنګ درنه مرګ ژوبله هم واړوله.

هغه د مشرانو جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، چې د بېړنيو حالاتو کمېټې غړي جرګې ته وغواړي تر څو د نورو احتمالي سېلابونو لپاره د تياريو په اړه معلومات ورکړي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم وويل، چې اړوند ارګانونه بايد هر څه ژر له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

دغه راز په ياده جرګه کې د ولسمشرۍ پر نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې بريد په کلکه وغندل شو.

د جمعې په ورځ په کابل ښار کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د موټرو پر کاروان بمي چاودنه او ځانمرګى بريد وشو.

ډاکټر عبدالله له دغه بريده روغ ووت خو له امله يې د عبدالله د څلورو ساتونکو په ګډون ١٢تنه ووژل شول او ٤٠ تنه ټپيان شول.

په ياده جرګه کې د کابل استازي نثاراحمد حارس وويل، چې په دغه بريد سره د افغانستان دښمنانو يو ځل بيا وښوده، چې د ټاکنو د ګډوډولو هڅې کوي.

د هغه په وينا، پر امنيتي ارګانونو بايد فشار راوستل شي څو د افغانستان د نورو خلکو تر څنګ د ولسمشرۍ د کانديدانو امنيت په ښه توګه ټينګ کړي.

دغه راز په ياده جرګه کې د زابل استازي محمد داوود حساس هم وويل، چې امنيتي ځواکونه بايد د ولسمشرۍ د نوماندانو امنيت په سمه توګه تامين کړي.

هغه له کانديدانو هم غوښتنه وکړه، چې له هغو څرګندونو ډډه وکړي، چې د خلکو په منځ کې د تعصب او بېلتون لامل ګرځي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم وويل، چې امنيتي ارګانونه بايد د اصلاحاتو او همپالنې پر ټيم د بريد په اړه جدي څېړنې وکړي او پايله يې له ملت سره شريکه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.