ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار بريد کې درې بريدګر وژل شوي او ٥ نور کسان ټپيان دي

author avatar
9 Jun 2014 - 15:33
author avatar
9 Jun 2014 - 15:33

دويم تعقيب- جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): په جلال اباد ښار کې د ننګرهار ولايت پر محکمې ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

دغه بريد نن (د غبرګولي ١٩مه) تر غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د تلاشۍ چوک ته څېرمه د تورخم پر لاره د محبس ودانۍ ته مخامخ د محمکې پر ودانۍ پيل او مازيګر مهال په نږدې پنځو بجو پاى ته ورسېد.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې بريد کې درېيو بريدګرو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، چې دوى پر وسلو او لاسي بمونو سمبال وو .

د امنيه قوماندان په وينا، دوى لومړى لاسي بمونه غورځولي او بيا دننه ننوتلي وو.

دى وايي، چې تر نږدې دوو ساعتونو جګړې وروسته ددرېيو بريدګرو په وژل کېدو جګړه پاى ته ورسېده.

شېرزاد وويل ، چې په دې جګړه کې يو پوليس ټپي شوى دى.

خو د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي، چې دوه يې پوليس او درې يې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره شپه د جلال اباد ښار سوېل ته د بهسودو ولسوالۍ اړوند د خالص فاميليو په سيمه کې هم ډله ييز بريد شوى و، چې له امله يې درې بريدګر او يو ساتونکى ووژل شول . ددى بريد مسووليت وسله وال طالبان  پر غاړه اخيستى دى.

دغه راز تېره مياشت په جلال اباد ښار کې د عدليې پر رياست هم ډله ييز بريد شوى و.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.