ميدانښار (پژواک ۱۹ غبرګولى ۹۳): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې به د رايو ټول مرکزونه د خلکو پر مخ پرانيستى وي او هېڅ تړلی مرکز به ونه لري.
والي عبدالمجيد خوږياڼي د غبرګولي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دويم پړاو ټاکنو کې يې د ولسونو په غوښتنه د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونه پرانيستي دي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت خلکو په بېلابېلو ناستو کې غوښتنه کړې وه، چې د رايې ورکولو يو سايټ هم بايد نه وي تړلى؛ ځکه ولسونه غواړي چې په ټولو سيمو کې خپلې رايې وکاروي .
د خوږياڼي په وينا، قومي مشرانو په بېلابېلو ولسواليو او سيمو کې د عامه پوهاوي کمپاينونه هم پيل کړي او امنيتي ځواکونو يې هم په بشپړ ډول امنيت ساتلی دى.
په همدې حال کې د ميدان وردګو امنيه قوماندان سمونوال خليل اندرابي بيا پر امنيتي برخه کې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.
نوموړی له پژواک سره په خبرو کې وويل، ټول امنيتي مؤظفين بشپړ چمتووالى لري، چې د رايې ورکولو د بهير امنيت په بشپړ ډول ونيسي.
هغه زياته کړه، هېڅ امنيتي سرتېري ته به اجازه ورنه کړي، چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، يواځې د امنيت ساتلو دنده به ترسره کړي.
بلخوا د ميدان وردګو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر رييس انجنير نورالله پيغام وايي ، چې دويم پړاو ټاکنو ته بشپړ چمتووالى لري.
د نوموړي په وينا، د ولايت د مقام او ولسونو په غوښتنه يې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو محلونه له ۳۸۹ څخه ۴۶۲ ته لوړ کړل او په دغه ولايت کې ټولو محلونو لپاره د رايې ورکولو توکي او کارکوونکي په پوره توګه لري.
د ټاکنو ځايي رييس په لومړي پړوا ټاکنو کې يو شمېر ستونزې مني ، خو په وينا يې چې په دويم پړاو ټاکنو کې به د دوی د ادارې له لوري هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن