ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني ښار کې ١٥ وسله وال وژل شوي

په غزني ښار کې ١٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
9 Jun 2014 - 18:03
په غزني ښار کې ١٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
9 Jun 2014 - 18:03

غزني ښار (پژواک ۱۹ غبرګولى ۹۳): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د غزني ښار په زېوج او کلاغج سيمه کې د ملي امنيت او ملي پوليسو له لوري عمليات ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوې، چې له امله يې د ملا عبدالقدير په نوم د يوه قوماندان په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

زړور زاهد وايي چې د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې وو.

د قوماندان په وينا، په دې وروستيو کې د کورنيو تر څنګ يو شمېر بهرني وسله وال هم سيمې ته راغلي او هڅه کوي چې د دغه ولايت امنيت له ګواښ سره مخ او د ټاکنو پروسه ګډوډه کړي.

خو زاهد وويل چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته امنيت ټينګ کړي، څو د امنيت په فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د زېوج سيمې يوه اوسېدونکي محمد حسين پژواک ته وويل چې تر غرمې وروسته په سيمه کې سخته جګړه شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يو بل خبر له مخې، نن له غرمې وروسته د غزني ښار د قره باغ په اډه کې يو تن چې د ښځو جامې يې اغوستې وې، د پوليسو له لوري نيول شوى دى.

امنيه قوماندان وايي، له نيول شوي څخه پلټنې پيل شوې او معلومه شوې چې په موټرو پسې يې چسپکي ماينونه نښلول.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو نښتو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.