ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير: کانديدان دې درغلۍ نه کوي ځکه چې هرومرو بربنډيږي

author avatar
10 Jun 2014 - 17:55
author avatar
10 Jun 2014 - 17:55

 کابل (پژواک ٢٠غبرګولى ٩٣) : د امريکا سفير د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو غوښتي ، څو خپلو پلويانو او ټاکنيزو کمپاينونو ته ووايي ، چې له هر ډول درغليو څخه ډډه وکړي ، ځکه دغه درغلۍ هرومرو بربنډېږي.

 په کابل کې د امريکا سفير جيمز بي کنينګهم دغه څرګندونې د غبرګولي په ٢٠مه پژواک اژانس ته په يو راليږل شوي متن کې کړې دي.

ده ويلي : (( د هغو کسانو اعتبار چې په درغليو کې ښکېل وي کمزورى او زيانمنيږ . موږ يوځلې بيا پر دواړو کانديدانو  غږ کوو، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو او د دوی له دندو ملاتړ وکړي او د اثباتيه مدارکو پرته له نيوکو څخه ډډه وکړي. موږ همدارنګه په درنښت سره دواړه کانديدان هڅوو ترڅو د تفرقې اچوونکو پيغامونو او يا هم پر شخصيتونو د  منفي کلماتو له کارونې ډډه وکړي. افغانان غواړي چې د هغوی راتلونکی ولسمشر افغانستان يو موټی کړي.))

ده زياته کړې ، دوى هيله من دي دواړه کانديدان چې د خپل هېواد راتلونکې په دې بېساري وخت کې په خپلو لاسونو کې لري، د يوې داسې پايلې په لټه کې نه وي، چې هر څه خپل وبولي، هغوی او پلويان دې د يو بل منلو او د ملي يووالي فرهنګ ته دود ورکړي. دا چاره د افغانستان د پرمختګ لپاره اړينه ده.

هغه وايي ، په همدې توګه هغه کانديد چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې نه بريالی کېږي، کولای شي خپله مشري د پايلو په منلو او د يوه سوکاله افغانستان په رامنځته کولو کې له نوي ولسمشر سره په ګډون او مشارکت باندې څرګنده او ثابته کړي.

د امريکا د سفير په خبره ، چې نوی ولسمشر به د افغانستان له ستونزو سره د مبارزې په موخه بريالۍ ټاکنې او د امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک ، چې دواړه کانديدان يې ملاتړ کوي، د کلک بنسټ په توګه له ځانه سره ولري. په دغه بنسټ کې به د افغانستان د امنيتي ملي ځواکونو د ځواکمنتيا لپاره اوږد مهاله ملاتړ او د افغانستان د راتلونکې لپاره اړينې اقتصادي او پراختيايي مرستې شاملې وي.

جيمز بي کنينګهم وايي، چې حکومت، ټاکنيز او امنيتي بنسټونه بايد په هره کچه د خپلو دندو په اډانه کې مسلکي او بې پرې کار وکړي. د ټاکنو اعتبار، د کمېسيونونو، امنيتي وزارتونو او ځواکونو  په کړنو پورې تړاو لري، ترڅو دوی خپل مسووليتونه په بې پرې توګه، بې پلوه او له سياسي نفوذ پرته ترسره کړي.

هغه زياتوي ، چې د افغانستان خلکو د باور راجلبولو لپاره د ټاکنو پر مهال د کمېسيونونو په چارو کې روڼتيا حياتي ارزښت لري. سربېره پر دې بايد وويل شي ، چې په يادو بنسټونو کې هر ډول درغلي به ټولو ته څرګنده شي.

سفير وايي چې لکه څرنګه چې په ميليونو افغانانو د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ( د وري په ١٦مه ) ټاکنو کې د سړې هوا او د طالبانو د ګواښونو او بريدونو په زغملو سره خپله رايه وکاروله ، خپله زړورتيا يې وښودله او د خپل روښانه راتلونکي لپاره يې خپلې ګوتې د رايې ورکولو په رنګ باندې رنګ کړې ، نو دا ځل به هم دوى د تېر په څېر په زړورتيا سره بيا د رايې اچونې صندوقونو ته لاړ شي او د خوښې وړ کانديد ته به رايه ورکړي .  

 نوموړي په خپلو څرګندونو دا ټاکنې د افغانانو او افغانستان لپاره يوه ښه فرصت بللى دى او افغانان يې په کې پراخ ګډون ته رابللي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.