ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ ملکي وګړي او درې وسله وال وژل شوي

شپږ ملکي وګړي او درې وسله وال وژل شوي

author avatar
10 Jun 2014 - 11:33
شپږ ملکي وګړي او درې وسله وال وژل شوي
author avatar
10 Jun 2014 - 11:33

پل علم (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): په لوګر ولايت کې ماين چاودنې شپږ ملکي وګړي وژلي، بلخوا په وسله واله نښته کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ماين  دغه چاودنه د مرکز پل علم اړوند د “بابوس” په سيمه کې د بهرنيو پوځيانو پر موټر شوې او ياد ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

د دې سيمې قومي مشر حاجي باقي احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام په بابوس سيمه کې د بهرينو پوځيانو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

احمدزى وايي، چې په ياده پېښه کې د څلورو ځايي علماوو په  ګډون شپږ عام وګړي وژل شوي دي.

د سيمي يوه بل اوسېدونکي حاجي نظر خان پژواک ته وويل، دغه چاودنه په داسې مهال وشوه، چې د ملکي وګړو سراچه موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

هغه وايي، چې په سراچه موټر کې د سيمې شپږ  ځايي وګړي سپاره وو او ټول وژل شوي دي.

د لوګر چارواکي په ياده سيمه کې پر بهرنيو پوځيانو ماين چاودنه تاييدوي، خو د ملکي وګړو او بهرنيو پوځيانو له وژل کېدو بې خبري ښيي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د بهرنيو موټر ويجاړ شوى ، خو مرګ ژوبله نه ده ورته اوښتې.

په ورته مهال امنيه قوماندان وويل، چې تېره ورځ ناوخته پوليسو په ياده سيمه کې له وسله والو سره جګړه کړې، چې په کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

اسحاق زي وويل، په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والوطالبانو تر اوسه د دغو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.