ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانديدانو د پلويانو ليکنۍ مناظره

د کانديدانو د پلويانو ليکنۍ مناظره

author avatar
11 Jun 2014 - 17:19
د کانديدانو د پلويانو ليکنۍ مناظره
author avatar
11 Jun 2014 - 17:19

کابل ( پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): پژواک خبري اژانس د ليکنۍ مناظرې په ډول د ولسمشرۍ د کانديدانو د ملاتړو هغه ليکنې راټولې او خپرې کړې،چې په هغو کې  د ليکوالانو په اند د کانديدانو وړتياوې، د غوره والي بېلګې او کمزورۍ رانغښتل شوې دي.

په دې څلورو ليکنو کې، چې دوه د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله او دوه يې د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي پلويانو ليکلي، ليکوالانو هڅه کړې، چې د خپلې خوښې د کانديد ليد لوري او وړتياوې په ګوته کړي او د بل کانديد پر تګلارو او پروګرامونو نيوکې وکړي.

په دې ليکنو کې ” د غني يوه منښته، يوولس ارزښته” تر عنوان لاندې د مجيد قرار او د ” ډاکټر اشرف غني احمدزی او که ډاکټر عبدالله عبدالله؟” تر عنوان لاندې د محمد حليم سيرت  ليکنې شاملې دي.

دغه راز ” د اشرف غني کمزورۍ او د عبدالله برترۍ ” تر سرليک لاندې د محمد اکرم اندېشمند ليکنه او د ” اشرف غني ته پرانيستى ليک: تاته څنګه  رايه نه درکوم؟  ”  تر عنوان لاندې د اصف اشنا  ليکنه ، د دې ليکنۍ مناظرې دوه نورې ليکنې دي.

پژواک يو خپلواک او ناپيلى خبري اژانس دى او د يادو ليکنو، چې د ليکوالانو د خپل نظر ښکارندويي کوي او سپيناوى يې هم پر هغوى پورې اړه لري،  ننګه نه کوي.

پژواک دغه ليکنې په پښتو، دري او انګليسي ژبو ته ترجمه کړی  او خپرې کړې دي.  


د دې ليکنو د لوستلو لپاره دلته کېکاږئ.
اشرف غني ته پرانيستى ليک: تاته څنګه رايه نه درکوم؟
د اشرف غني کمزورۍ او د عبدالله برترۍ.

د غني یوه منښته، یوولس ارزښته.

ډاکټر اشرف غني احمدزی او که ډاکټر عبدالله عبدالله؟

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.