ميمنه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٣): د فارياب په دولت اباد ولسوالۍ کې پنځه ملکي وګړي د ماين چاودنې او درې وسله وال مخالفين د نښتې په ترڅ کې ووژل شول.
د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نزهت وايي، چې وسله والو مخالفينو تېره نيمه شپه ددغې ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريد وکړ او د نښتې په ترڅ کې يې يو راکټ د استوګنې پر يوه کور ولګېده او دوه تنه ټپيان شول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه ټپيان د رېکشا په وسيله د ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول کېدل، چې د لارې په اوږدو کې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد او پر دوو ټپيانو سربېره يې دوه ملګري او رېکشا چلوونکى ووژل شول.
نزهت زياته کړه، چې پر پوستو د طالبانو د بريد پرمهال امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى او د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه لري.
خو د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي او د ولايتي شورا بريالى کانديد عبدالاحد ايلبيګي وويل، چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نوموړي دغه چاودنه چې پنځه ملکي وګړي يې ووژل، وغندله.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ د ازادۍ ګوند د مشر او د ډاکټرعبدالله ټاکنيز ټيم غړي جنرال عبدالمالک موټر هم په دولت اباد ولسوالۍ کې له وسله وال بريد سره مخ شو. ددغه بريد په پايله کې يو ساتونکى ووژل شو، درې نور ټپيان او دوه موټر يې وسوځېدل، چې د پېښې مسووليت طالبانو منلى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن