ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ټاکنو امنيت ساتلو ته قومي اربکي ګومارل کېږي

پکتيا کې د ټاکنو امنيت ساتلو ته قومي اربکي ګومارل کېږي

author avatar
11 Jun 2014 - 13:38
پکتيا کې د ټاکنو امنيت ساتلو ته قومي اربکي ګومارل کېږي
author avatar
11 Jun 2014 - 13:38

ګردېز (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): د پکتيا په هره ولسوالۍ کې د ټاکنو د امنيت لپاره دوه دوه سوه قومي اربکيان ګومارل کېږي.

د دغه ولايت قومي مشران او وکيلان وايي، دا پرېکړه يې وروسته له هغه وکړه، چې په ځينو سيمو کې د ټاکنو د بهير د نا امنه کېدو په اړه ګنګوسې رامنځته شوې.

په همدې اړه د غبرګولي په٢١مه په ګردېز ښار کې لسګونه قومي مشرانو، د ټولنيزو شوراګانو استازو، ديني علماوو او د وکيلانو تر منځ غونډه جوړه شوې وه.

د ولسي جرګې پخواني غړي او قومي مشر پاچاخان ځدراڼ د يادې غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، هيله لري چې د دغو اربکيانو په رامنځته کېدو به د ټاکنو امنيت خوندي شي.

نوموړي د غونډې د ګډونوالو په استازيتوب وويل، که چېرې امنيت نه وي نو نه شي کولای د دغه ولايت اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون وکړي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي محمد نواب منګل پژواک ته وويل، چې د قومي اربکيانو د رامنځته کولو لپاره يې پلان جوړ کړی او له سبا به يې عملي کړي.

منګل وايي، د قومي اربکيانو جوړېدل به د ټاکنو پر امنيت ښه اغېزه ولري؛ خو دا اربکي به يواځې د ټاکنو د ورځو لپاره په امنيت کې برخه واخلي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته وويل، چې د دغو قومي اربکيو د رامنځته کولو پلان ورسره شريک شوى او دوى يې هرکلى کوي.

اورياخېل وايي: ((دغه قومي اربکيان به د هغو سيمو امنيت وساتي، چې د رايو مرکزونه په کې وي. دوى په هره سيمه کې د پوليسو د مشرانو له لوري له پلان سره سم تنظيميږي.))

امنيه قوماندان وايي، چې دغه قومي اربکي به د ټاکنو په امنيت کې ښه رول ولري.

په ورته مهال په پکتيا کې د ۲۰۳تندر قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال احمدجان پژواک ته وويل، ملي اردو سرتېري به له نورو امنيتي ادارو سره په همغږۍ د ټاکنو امنيت وساتي.

ده وويل: ((تېره ورځ د هېواد لوی درستيز شېرمحمد کريمي قول اردو ته راغلی و. د امنيت په اړه يې له مسوولو چارواکو سره خبرې او هغوى ته سپارښتنې وکړې.))

ده وويل، پوځي چارواکو ډاډ ورکړى، چې له خپلو وظيفوي سلاحيتونو سره سم به د ټاکنو بهير امنيت وساتي.

د يادولو ده، چې د پکتيا ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې شاوخوا ٦٠٠ سيمه ييز پوليس هم شته ، چې د دغه ولايت په امنيت ساتنه کې رسمي ونډه لري.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.