ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميربچه کوټ په يوه مرکز کې وسله وال ليدل شوي

د ميربچه کوټ په يوه مرکز کې وسله وال ليدل شوي

author avatar
14 Jun 2014 - 11:51
د ميربچه کوټ په يوه مرکز کې وسله وال ليدل شوي
author avatar
14 Jun 2014 - 11:51

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولی ٩٣): د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په یوه ټاکنیزسایټ کې د ناقانونه وسله والو شتون خلک اندېښمن کړي دي.

د پژواک خبریال چې د میربچه کوټ ولسوالۍ د “دکو” د هلکانو په لېسه کې د رایې ورکونې له یوه مرکزه ليدنه کړې، راپور ورکوي چې خلک د وسله والو او امنیتي ځواکونو پر ليدو اندېښمن شوي دي. 

هدايت الله مخلص چې ځان یې د دې ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکی معرفي کړ وویل، چې د رایې ورکونې لړۍ ښه ده، خو د ناقانونه وسله والو او امنیتي ځواکونو شتون د هغوی لپاره د اندېښنې او پوښتنې وړ دی.

یو وسله وال، د یوه پولیس تر څنګ چې خلک يې تلاشي کول او درې نور د رایې ورکونې د یوه مرکز تر شا لیدل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې باید امنیتي ځواکونه او نا قانونه وسله وال د ټاکنیزو مرکزونو په سل متری کې شتون ولري.

کله چې د پژواک خبریال غوښتل چې د رایې ورکونې د مرکز شا ته له وسله والو تصویر واخلي، اجازه ورنه کړل شوه او ګواښونکی چلند یې ورسره وکړ.

یو بل وسله وال چې د پولیسو تر څنګ د رایې ورکونې د مرکز دننه ناست و، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د مرکز په داخل کې څه کوي، چوپ پاتې شو، خو د پژواک خبریال له هغه نه تصویر واخیست.

یوه ټاکنیز څارونکي وویل چې باید په خپله له وسله والو او امنیتي ځواکونو پوښتنه وشي.

د دغه مرکز ټاکنیز مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي یوازې دومره وویل چې نباید وسله وال او امنیتي ځواکونه په ټاکنیزو مرکزونو کې وي.

خو یوه امنیتي چارواکي وویل: “امنیت ښه نه دی او دا اړتیا ده چې باید امنیتي ځواکونه د مرکز په داخل کې وي او که له مرکزه لري وي، ستونزه جوړېږي.”

د استالف ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او سپین ږیري عبدالصبور چې په دغه مرکز کې یې رایه ورکړې وه وویل چې باید اړوند چارواکي فکر وکړي او وسله وال پرې نه ږدي چې د رایو ورکولو په منځ کې ځان ځای کړي.

ده زیاته کړه: “زه دویم ځل غواړم رایه ورکړم تر څو زموږ له هېواده جګړه ورکه شي.”

سره له دې چې د میربچه کوټ ولسوالۍ د پل صوفیان د نجونو او هلکانو په ښوونځیو کې د رایې ورکونې په مرکزونو کې سرغړونه نه ليدل کېده، خو د خلکو حضور تت وو.

د دغه مرکز مسؤول سید امرالدین نن سهار وویل چې تر اوسه د ګوتو په شمېر خلک راغلي دي او رایه یې ورکړې ده، خو له دې امله چې مرکزونه د هستوګنې له سیمو لږ فاصله لري، د ورځې په جریان کې به د خلکو شمېر زیات شي.

د یادونې ده، د وري د ۱‍۶مې نېټې په ټاکنو کې د کابل د استالف ولسوالۍ د مولوي محمدیعقوب شهید په لېسه کې وسله وال ليدل شوې وو چې له ځینو رایه ورکونکو یې پوښتنه کوله چې چېرې ځي او چا ته رایه ورکوي او خلکو ته یې ویل چې باید یوه ځانګړي نوماند ته رایه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.