ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د دې لپاره رايه ورکوم، چې دولت مې لمسيانو ته مکتب جوړ کړي”

” د دې لپاره رايه ورکوم، چې دولت مې لمسيانو ته مکتب جوړ کړي”

author avatar
14 Jun 2014 - 18:58
” د دې لپاره رايه ورکوم، چې دولت مې لمسيانو ته مکتب جوړ کړي”
author avatar
14 Jun 2014 - 18:58

نيلي (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): يوه بوډۍ مېرمن له ساعتونو پلي مزل وروسته د دايکنډي ولايت يوه مرکز ته راغلې او په دې هيله يې رايه ورکړې، چې نوى ولسمشر يې لمسيانو ته ښوونځى ورغوي او دوى په راتلونکي کې د ښوونې له نعمته برخمن شي.

ياده بوډۍ مېرمن، د دغه ولايت له مېش کلي څخه د لارې تر نيمايي پورې پر خره راوړل شوې او پاتې نور او د دايکنډي مرکز نيلي ښار تر ټاکنيز مرکز پورې پلې راغلې ده.

 شپيته کلنه سارا له کومه ځايه چې راغلې، د موټر کومه لار نه لري او په ګرم لمر کې يې څلور ساعته پلى مزل کړى دى.

 ياده مېرمن، چې د زده کړې له نعمت هم محرومه ده او د رايې له ورکړې وروسته د يوې ونې تر سيورې لاندې ناسته وه ، نو خپله رنګ شوې ګوته او کارت يې راښکاره کړل او پژواک اژانس ته يې وويل: ” ما دومره رنځ او سختۍ چې وګاللې، د دې لپاره دي، چې د ولت زما د لمسيو لپاره ښوونځى جوړ کړي او ښه پوى معلمان په کې وګوماري.”

 دايکنډي،د هېواد له مرکزي ولايتونو څخه شمېرل کېږي ، چې کوم پوخ سړک په کې شتون نه لري او خلک په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې له مسلکي ښوونکو او د ښوونځيو د ودانيو له نه شتون سر ټکوي.

د سارا جامې هم پر خاورو خړې پړې وې او ملا يې کړوپه وه او ان تر دې، چې ولاړېدى هم نه شوه، په داسې حال کې، چې د ټنډې خولې يې پاکولې او څېره يې د ډېرې ګرمۍ له امله اوښتې وه، زياته کړه، رايه د نر او ښځې حق دى او په رايه کې زوړ او ځوان مطرح نه دي.

يادې بوډۍ مېرمنې زياته کړه، چې ٨ زامن او لورګانې لري، زامنو يې ځمکې خړوبولې او له دې وروسته رايې ورکولو ته راتلل، هغه له يوې ګاونډۍ سره چې دغه مرکز ته وختي را روانه وه، په بيړې راغله.

هغې، چې مېړه يې څلور کاله وړاندې مړ شوى، وويل: ” هيله منه يم چې زموږ راتلونکى پادشاه د خلکو او زړو ښځو ستونزې وويني او وطن له نا امنيو بچ کړي.”

دغې مېرمنې زياته کړه، چې په دايکنډي ولايت کې امنيت ټينګ دى، خو په ځينو ولايتونو کې د جګړو او چاودنو له امله ميندې د دوى د بچيانو په وير کې دي او دغه مصيبتونو ډېر شمېر ماشومان يتيمان کړي دي.

 ساره په دې اړه، چې بيرته به خپل کلي ته څنګه ستنه شي؟ وويل: ” له ګاونډۍ او نګور سره مې چې يو ځاى رايه ورکړه نو بيا هم پلي ځو او که چېرې په لاره کې خر پيدا شي نو د هغه په وسيله به کور ته لاړ شو.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.