کابل (پژواک٢٤غبرګولى٩٣): د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني د خپلې رايې په کارولو سره رسما د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د رايې ورکولو بهير په اوو بجو پيل کړ.
خلک په کابل کې په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي، ترڅو خپله رايه وکاروي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني د خپلې رايې په کارولو سره د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د راى ورکولولړۍ پيل کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ټول هېواد کې شاوخوا ١٢ ميليونه تنه د رايې ورکولو وړ بللي دي.
دا کسان به د ولسمشر حامد کرزي د ځاى ناستي لپاره رايه ورکړي.
په ټول هېواد کې ټول ټال د رايې ورکولو لپاره ۶٣۶۵ مرکزونه په پام کې نيول شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي ، چې د ټاکنو د امنيت لپاره ټول امنيتي ځواکونه، چې شمېر يې څه باندې ٤٠٠ زرو ته رسېږي، د تيارسۍ په حال کې دي.
د تېرو دوو ځلو ټاکنو په لړ کې شاوخوا ٢١ ميليون د رايې ورکولو کارتونه وېشل شوي، چې له دې ډلې نږدې ٤ ميليونه يې ددې ټاکنو لپاره خلکو ته ووېشل شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن