ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي

د کابل ښار د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي

author avatar
14 Jun 2014 - 16:21
د کابل ښار د رايې ورکولو په ځينو مرکزونو کې د ګوتې رنګ پاکېږي
author avatar
14 Jun 2014 - 16:21

 کابل(پژواک، ٢٤ غبرګولى ٩٣): د کابل ښار ځينې اوسېدونکي د رايې ورکولو د رنګ له پاکېدو شکايت کوي او وايي، چې په اوبو سره په اسانۍ وينځل کېږي او هېڅ نښه پرې نه ښکاري.

د پژواک خبريال د رايې ورکولو له درېيو مرکزونو، د عبدالهادي داوي لېسه، درېيم مکروريان، بي بي مهرو جومات او حضرت محمدمطصفى(ص) مسجد کې دغه ستونزه ليدلې ده.

قريب الله چې د بي بي مهرو جومات د رايې ورکولو په مرکز کې يې رايه ورکړې، پژواک ته وويل، کله يې چې خپله ګوته له څو دقيقو وروسته ووينځله ، نو د رنګ هېڅ ډول نښه پرې نه ښکارېده.

د مخابراتو وزارت کارکوونکي انجنيرفيض محمد، چې د کابل ښار پنځمې ناحيې د حضرت محمد مصطفى(ص) مسجد په رايه ورکولو مرکز کې يې رايه ورکړې ده، وويل چې د ګوتې رنګ يې له وينځلو وروسته په عادي ډول له منځته تللى دى.

 فيض محمد زياته کړه:((اته بجې ولاړم، د رايه ورکوونکو شمېره ډېره کمه وه، کله مې چې رايه ورکړه، کور ته راغلم او لاس مې په لاس وينځونکې مايع ووينځلو، رنګ په بشپړ ډول تر پاک شو، کله مې چې چارواکو ته مراجعه وکړه، ويل يې کوم عيب نه لري وروسته دې د ګوتې رنګ تورېږي.))

خو فيض محمد وويل، د رايې ورکولو يې څو ساعته کېږي، د ګوتې د تورېدو يې هېڅ نښه نشته او دده په خبره (( په ذره بين او ميکروسکوپ سره هم نه شي تشخيص کېدلى، چې دغه رايه ورکړې ده.))

په عبدالهادي داوي لېسه کې يوه رايه ورکوونکي هم ورته ستونزې يادې کړې .

حضرت عزيزيار له رايې ورکولو وروسته خپله ګوته په اوبو وينځلې او په ګوته يې هېڅ ډول نښه نه ليدل کېږي.

عزيزيار وويل، چې دغه موضوع د تقلب لپاره زمينه مساعدوي.

پژواک هڅه وکړه چې  په دې اړه ددغه مرکز له چارواکو سره هم خبرې وکړي، خو هېڅوک هم خبرو ته حاضر نه شول.

 ټاکل شوې، چې د رايې ورکولو بهير نن مازديګر تر څلورو بجو پورې دوام ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمد يوسف نورستاني نن په يوې خبري غونډه کې وويل، چې دا شکايتونه دوى ته هم رسېدلي او دوى په دې اړه څېړنه کړې، خو دا شکايت پر ځاى نه دى.

نورستاني وويل، چې د ګوتې رنګ د څه وخت په تېرېدو سره پيکه کېږي، خو له منځه نه ځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.