کابل (پژواک٢٤غبرګولى٩٣) : ولسمشر حامد کرزي د خپلې رايې د کارونې پرمهال له ټولو هېوادلو غوښتنه وکړه ، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل راتلونکى مشر وټاکي .
د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره رايه اچونه نن سهار ٧ بجې پيل شوه.
حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويم پړاو کې د رايې ورکولو پرمهال خبريالانو ته وويل : ” نن هغه ورځ ده ،چې افغانان د سولې، ثبات او پرمختګ خواته يو بل ګام پورته کوي.”
هغه له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه ، چې په ټاکنو کې په خپل ګډون سره خپل هېواد د بهرنيو له احتياج څخه وژغوري .
کرزي وايي، د خلکو رايې کولاى شي د هېواد د راتلونکي نسل لپاره ښه راتلونکى وټاکي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني د خپلې رايې په کارولو سره رسما د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د رايې ورکولو بهير پيل کړ.
نننۍ ټاکنې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو نوماندانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ) تر منځ تر سره کيږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن