ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ په ډېرى مرکزونو کې درغلۍ شوې دي

د بلخ په ډېرى مرکزونو کې درغلۍ شوې دي

author avatar
15 Jun 2014 - 15:59
د بلخ په ډېرى مرکزونو کې درغلۍ شوې دي
author avatar
15 Jun 2014 - 15:59

مزارشريف (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د بلخ ولايت په ګڼو مرکزونو کې زورواکو، پخوانيو قوماندانانو او د ولايتي شورا پخواني وکيلانو درغلۍ کړې دي.

دوی وايي، چې په ځينو سيمو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کارکوونکو په مرسته د درغليو لپاره زمينه برابره شوې ده.

د غبرګولي په ٢٤مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان د غبرګولي په ۲۵مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په بلخ ولايت کې د خلکو د ګډون او د امنيتي حالت له پلوه ټاکنې ښې ترسره شوې خو ځای ځای درغلۍ هم وشوې.

نوموړي زياته کړه، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې هم څه باندې څلور سوه کسانو ونډه اخيستې وه، چې د قناعت وړ دي.

د هغه په وينا، په امنيتي برخه کې هم د ټاکنيزو توکو له لېږد څخه تر دې دمه چې د ځينو مرکزونو توکي بېرته را رسېدلي له کومې امنيتي ستونزې سره نه دي مخ شوي.

خو عزت الله ارمان وويل، چې پخوانيو قوماندانانو، زورواکو او د ولايتي شورا ځينو وکيلانو په ځينو سيمو کې درغلۍ کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه شوې څېړنې او معلومات په ډاګه کوي، چې بايد ۳۰ صندوقونه قرنطين شوي واى، خو ښايي په دغه شمېر کې زياتوالی هم راشي.

د هغه په وينا، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار او زارع، دهدادي، شولګر او چاربولک ولسواليو کې د زورواکو، پخوانيو قوماندانانو او د ولايتي شورا د ځينو وکيلانو له خوا درغلۍ شوې دي.

ارمان وويل، چې په همدې سيمو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځينو کارکوونکو هم د درغليو لپاره زمينه برابره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د زارع ولسوالۍ په بيعه سيمه کې د ټول مرکز صندوقونه د يوه پخواني قوماندان له خوا کور ته وړل شوي او ډک شوي او د شولګر ولسوالۍ په کمبورګ او تيکه سيمو کې زورواکو او پخوانيو قوماندانانو په زور صندوقونه ډک کړي دي.

همداراز د چاربولک ولسوالۍ په تاڼه سيمه کې د بلخ د ولايتي شورا د پخواني وکيل له خوا د ټاکنو د کمېسيون د يوه کارکوونکي په مرسته پراخه درغلي شوې ده.

د هغه په وينا، د دهدادي ولسوالۍ د ابوزيد ښوونځي په مرکز کې درغلي شوې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول وويل، چې د ولايت د مرکز مزارشريف ښار په هاشم برات، ښاروالي، فاطمه بلخي او علي چوپان په مرکزونو کې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په مرسته درغلۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې له همدې امله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پنځه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د هغه په وينا، په مزارشريف ښار کې د ښاروالۍ د مرکز د دوو محلونو رييسان، د فاطمه بلخي ښوونځي د يو محل رييس، په دهدادي ولسوالۍ کې د ابوزيد مرکز مدير  او په چاربولک ولسوالۍ کې د اګاهي عامه مسوول له دندو ګوښه کړای شوي دي.

عزت الله ارمان وويل، چې په بلخ ولايت کې د شمېرلو پروسه تېره ورځ ۴ بجې پيل او پای ته رسېدلې ده خو لا هم په بشپړه توګه د ټولو مرکزونو مواد د ټاکنو کمېسيون ته رسېدلي نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم د زارع او کشندې ولسواليو او د مزارشريف ښار د ځينو مرکزونو مواد کمېسيون ته نه دي رسېدلي.

د هغه په وينا د مزارشريف ښار د مرکزونو پر توکو يې چې خوندي وو، د لرې پرتو سيمو د توکو لېږد ته لومړيتوب ورکړی دی.

ارمان وويل، چې د زارع او کشندې ولسواليو توکي د لارو د خرابېدو له امله ځنډېدلي، چې ممکن د نن ورځې تر پايه را ورسېږي.

خو نوموړي وويل، چې د توکو د لېږد په حالت کې د زارع ولسوالۍ درې صندوقونه د موټر چپه کېدو له امله مات شوي دي، چې کمېسيون ته له رسېدو سره سم يې په نورو صندوقونو کې ځاى پر ځاى کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.