ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک د ١٧٠ محلونو پايلې خپرې کړې

پژواک د ١٧٠ محلونو پايلې خپرې کړې

author avatar
15 Jun 2014 - 21:13
پژواک د ١٧٠ محلونو پايلې خپرې کړې
author avatar
15 Jun 2014 - 21:13

کابل (پژواک، ٢٥ جوزا ٩٣): د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو کې د بريالي کانديد معلومولو په موخه، پژواک خبري اژانس د خپلو لسګونو خبريالانو پر مټ په ټول افغانستان کې د راى ورکونې د ١٧٠ محلونو د کارول شويو رايو نتايج ترلاسه کړي او شمېرلي دي.

دا پايلې د وري ١٦ مې په ټاکنو کې د کارول شويو رايو د تناسب په پام کې نيولو سره په دقت شمېرل شوې دي.

که د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي دور کې، په يوه ولايت کې ٤٠زره رايې کارول شوې وې، نو پژواک د بېلګې په ډول له دې ولايت څخه د يوه محل رايې را اخيستي دي، پر همدې تناسب د ٨٠زرو په بدل کې دوه محلونه او نور په همدې ترتيب.

پژواک همداراز د لا دقت په موخه د کابل په څېر په لويو ښارونو کې، چې ښايي د يوې سيمې خلکو نظر د بلې په پرتله توپير ولري، د سيمو ترمنځ تناسب هم په پام کې نيولى دى؛ د بېلګې په ډول: خيرخانه، احمدشاه بابا مېنه او دشت برچي، پغمان او ده سبز ولسوالۍ.

پژواک د دغو محلونو د رايو پايلې په خپلې فېسبوک پاڼه کې خپرې کړي، چې د ډېرو معلوماتو لپاره يې کتلى شئ.

د نتايجو په پاڼو کې د يادو شويو شمېرو له مخې، په ١٧٠ محلونو کې ټولټال ٦٦٣٥٥ رايې کارول شوې دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ٣١٥٣٥ او دوکتور اشرف غني احمدزي ٣٤٨٢٠ رايې خپلې کړې دي.

په دې ډول په دغو ١٧٠ محلونو کې، احمدزي ٥٢،٤٨ سلنه او عبدالله ٤٧،٥٢ سلنه رايه اخيستې ده.

احمدزى، ٤،٩٦ سلنه له خپل يواځيني سيال عبدالله څخه مخکې دى.

د يادولو ده چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې، عبدالله د ٤٥ او احمدزى د ٣١،٥ سلنه رايو په درلودو سره تر شپږو نورو کانديدانو وړاندې وو.

د افغانستان د ټاکنو نړيوال څارونکي وايي، د کانديدانو د ملاتړو په کچه کې تغيير ناشونى نه دى.

د اروپايي ټولنې د څارونکې ډلې مشر ټايس برمن په وينا، د خلکو ملاتړ د کانديدانو په برنامو، تبليغاتو، مناظرو، رسنيزو مرکو او ټاکنيز کمپاينونو پورې تړلى دى.

په دې راپور کې، چې د حقايقو پر بنسټ د ټاکنو د پايلو يو ډول تشخيص دى، پژواک “د ټاکنو پر مهال د رسنيزو فعاليتونو د تنظيم لايحه” په بشپړه توګه په پام کې نيولې ده.

په لايحه کې، رسنۍ مکلفې شوې چې خپل ټاکنيز راپورونه د حقايقو، انصاف، دقت او بې پرېتوب پر بنسټ چمتو کړي.

د دې لايحې په نهمه ماده کې، تر ټاکنو وروسته د پايلو د تخمين او نظر سنجيو خپرول منع شوي، خو په دې اړه چې د ترلاسه شويو نتايجو له مخې وي، څه نه دي ويل شوي.

خو وړاندې د ټاکنو کميسيون، د هغو نظرسنجيو ترسره کول، ستايلي وو چې د حقايقو پر بنسټ وي.

د دې شمېرنې نيمګړتيا دا ده، چې د رايو ترلاسه شوې پايلې تر ډېره د ولايتونو په مرکزونو پورې د اړوندو سيمو دي او د کره شمېرې د ترلاسه کولو لپاره اړينه ده، چې د ولايت په کچه هم د سيمو ترمنځ تناسب په پام کې ونيول شي.

خو ښېګڼه يې دا ده، چې د ولايت په مرکزونو کې د امنيت له وجې د ولسواليو په پرتله د درغلۍ امکان کم وي.

البته بايد يادونه وشي، چې د ټاکنيزو درغليو د احتمال له امله، د دې رايو برخليک د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون تر نهايي پرېکړې وروسته ټاکل کېږي.

نو په دې توګه، د شکايتونو تر څېړنو وروسته، ښايي د کانديدانو په رايو کې بدلون راشي.

د ټاکنو کميسيون چارواکي وايي، دوى په پام کې لري، د ټاکنو د دويم پړاو پايلې په درېيو پړاوونو کې اعلان کړي.

دواړو کانديدانو عبدالله او احمدزي، د ټاکنيزو مبارزو پرمهال او تر ټاکنو وروسته په يوه ډول د برياليتوب دعوې کړې دي.

خو د ټاکنو کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني، پرون په يوه خبري کنفرانس کې له کانديدانو او رسنيو وغوښتل له وړاندوينو ډډه وکړي چې د ټاکنيز بهير سلامتيا ته زيان اړوي.

د يادونې وړ ده، چې پژواک د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي دور کې (د وري ١٦مه) د راى ورکونې د بهير له پاى ته رسېدو سره سم، په ٣٠ ولايتونو کې څه د پاسه ١٣٣زره رايې شمېرلې وې او له وړاندې يې دا څرګنده کړه، چې لومړى پړاو ګټونکى نه لري.

همداسې وشول، هېڅ کانديد ونه توانېده چې د برياليتوب لپاره په سلو کې تر پنځوس ډېرې رايې واخلي.

پژواک په اوسني راپور کې هڅه کړې، تر تېر ځل لا ډېر دقت وکړي، نو له همدې امله يې د راپور خپرول د څو ساعتونو لپاره وځنډول، ترڅو د احتمالي تېروتنو مخه ونيسي.

د ١٧٠ محلونو د کارول شويو رايو مجموعه ترلاسه کړﺉ

د ١٧٠ محلونو د کارول شويو رايو نتايج تفصیل ترلاسه کړﺉ

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.