کلات ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې يو ځانمرګى موخې ته تر رسېدو مخکې وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګى د ښځو په جامو کې و او غوښتل يې کلات ښار ته ننوځي او پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.
خو فراهي وايي، چې بريدګر د کلات ښار اړوند د سينک په سيمه کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې دى خپله وژل شوى او يو ملکي وګړى ټپي دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن