ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان د ټاکنو څار ټولنې” د ټاکنيزو درغليو د څېړلو غوښتنه وکړه

“د افغانستان د ټاکنو څار ټولنې” د ټاکنيزو درغليو د څېړلو غوښتنه وکړه

author avatar
16 Jun 2014 - 19:41
“د افغانستان د ټاکنو څار ټولنې” د ټاکنيزو درغليو د څېړلو غوښتنه وکړه
author avatar
16 Jun 2014 - 19:41

کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): “د افغانستان ټاکنو د څار ټولنې” سرغړونې او درغلۍ چې د صندوقونو ډکول، د ټاکنو په ورځ په دغه لړۍ کې د چارواکو لاسوهنه، د ښځو پر ځاى د نارينه وو له لوري رايه ورکول او تر خپل عمر کم کسانو له لوري رايه ورکول په کې شامل دي، ثبت کړي او هغو ته يې د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د دغه بنسټ له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د دوى ١٦٠٠ څارونکو د هېواد په ١٦ ولايتونو کې د ټاکنو له درغليو او سرغړونو څار کړى دى.

په راپور کې د ټاکنو عمومي وضعيت ښه ښودل شوى، خو د تېر ځلي ټاکنو په پرتله په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو کم ګډون، درغلۍ او ستونزې د اندېښنې وړ بلل شوې دي.

د ا فغانستان ټاکنو د څار ټولنې (EWA) مشر جانداد سپين غر، کابل کې نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د تېر ځلي ټاکنو تجربو څخه په ګټه بيا هم د غبرګولي مياشتې د ٢٤مې نېټې په ټاکنو کې د دوى د څارونکو له لوري سرغړونې او درغلۍ ثبت شوي، چې د شکايتونو کميسيون بايد ورته لاسرسى وکړي.

د دغه بنسټ وياند پاينده محمد حکمت ساپي وويل، د دوى د څارونکو راپور څرګندوي چې ٢٨٦ محلونه له خپل ټاکل شوي وخت وروسته پرانيستل شوي او ١١٦ موارد د ښځينه وو په مرکزونو کې د ښځو کمښت او ٦٦ نور موارده د راى پاڼو د کمښت په اړه دي.

نوموړي، د ښځو پر ځاى د نارينه وو له لوري د رايې کارونه او د رايې ورکونې مرکزونو سره نږدې د ولسمشرۍ نوماندانو له لوري کمپاين کول، نورې سرغړونې په ګوته کړلې.

د يادې ټولنې د څېړنې او راپور مسوول اسدالله فرزان وويل، چې د ټاکنو په ورځ ٤٦١ موارده د کم عمر لرونکو، ١٥٨ موارده د ښځو پر ځاى د نارينه وو له لوري رايه ورکول، ٨٠ موارده د رايې ورکونې پر مهال کمپاين کول، ٢١ موارده د صندوقونو د ډکېدو او پاتې ١٨ موارده يې د ټاکنو په پروسه کې د چارواکو له لوري لاسوهنه ثبت شوې ده.

د دې بنسټ مشر سپين غر وويل، کميسيونونه د قانون له مخې بايد د قرنطين شويو صندوقونو د څېړنو پر مهال ډاګيزې ناستې تر سره کړي او څارونکو، مشاهدينو او رسنيو ته اجازه ورکړي، چې له دغې پروسې ليدنه وکړي، ترڅو پر دې بهير د نوماندانو او خلکو باور ډېر شي.

هغه زياته کړه: “موږ د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو غواړو، چې له وړاندوينو ډډه وکړي او د خلکو په ذهنونو کې منفي ذهنيت جوړ نه کړي.”

د افغانستان د ټاکنو د څار ټولنې مشر، له نوماندانو او د هغوى له پلويانو هم وغوښتل، چې د ټاکنو کميسيون پايلو ته انتظار وباسي او له ټاکنيزو کميسيونونو سره د کره معلوماتو په چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع (مجما) هم د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او ناامنيو تر څنګ په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون، دغې ملي پروسې ته د مشروعيت ور بخښلو په معا بللى دى.

د مجما په باور، په دغو حساسو شرايطو کې له ټاکنو پرته بله لاره چاره غور کول، د راتلونکي نظام مشروعيت نه شي ټينګولى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.