ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه رد کړه

author avatar
16 Jun 2014 - 18:07
author avatar
16 Jun 2014 - 18:07

کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله هغه غوښتنه چې د دغه کمېسيون د دارالانشاء د رييس دنده دې وځنډول شي، رد کړه.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل د دندې ځنډولوغوښتنه کړې وه.

نوموړى د ټاکنو د ترسره کېدو په ورځ هغه مهال د کابل امنيه قوماندان له خوا په ټاکنيزو توکو کې پر تقلب تورن شو، کله يې چې غوښتل د کابل ښار ٢١مې ناحيې او سروبي ولسوالۍ ته ټاکنيز توکي ولېږدوي.

خو امرخېل د تقلب تورونه ردوي او وايي، ټاکل شوې وه دغه توکي د رايې ورکونې هغو څو مرکزونو ته ولېږدول شي، چې د راى پاڼو له کمښت سره مخ وو، خو د پوليسو له ممانعت سره مخ شول.

نوموړي د پوليسو دغه عمل د کمېسيون د خپلواکۍ پر وړاندې بې احترامي او په ټاکنيزو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٦مه) يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وويل که چېرې په دې برخه کې له کمېسيون سره اسناد شريک شي، نو دوى به موضوع په جدي ډول وڅېړي او د څېړنو د پايلې په رڼا کې به قانوني تصميم ونيسي.

هغه زياته کړه: ((هيله من يم چې يو بې پرې پلاوى وټاکل شي، دغه موضوع په ژوره توګه وڅېړي او نور يې ختمه کړي.))

نوموړي يادونه وکړه، چې دغه ټاکنيز توکي د کابل ښار له دارالامان ساحې څخه سروبي ولسوالۍ ته لېږدول کېدل او د سکورټ( امنيتي ځواک) د رسېدو لپاره د انتظار پر مهال دغه ناسم پوهاوى رامنځته شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې د ١٦ صندوقونو له ډلې څخه څلور څلور صندوقونه ٢١ او ١٢ ناحيې او اته نور صندوقونه سروبي ولسوالۍ ته لېږدول کېدل.

خو د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غړى امرالله امان په دغه کنفرانس کې اعتراض وکړ او ويې ويل، د دوى راپورونه څرګندوي، چې په سروبي ولسوالۍ کې د راى پاڼې نه وې کمې او دا کار يې د کمېسيون له لوري تقلب وباله.

په دغه خبري غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس په دې ناسته کې د جمع بندۍ مرکز ته د ځينو ټاکنيزو توکو د ور رسېدو خبر هم ورکړ.

هغه زياته کړه، د پروان او بنجشير ولايتونو KB يا د ټاکنيزو توکو ساتونکې کڅوړې په بشپړ ډول د جمع بندۍ مرکز ته را رسېدلې او د لوګر او کابل يوه برخه را لېږدل شوې او ټاکل شوې چې د نن ورځې تر پايه د پلازمېنې کابل صندوقونه بشپړ شي.

هغه زياته کړه: ((دغه ځل ولايتي شوراګانې نشته، يواځې دوه نوماندان دي د کمېسيون هڅه دا ده، چې رايې ډېر زر را ټولې او له شمېرلو وروسته پايلې اعلان کړي.))

نورستاني د غبرګولي د ٢٤مې نېټې ټاکنو د رايه ورکوونکو په اړه وويل: ((د ټاکنو خپلواک کمېسيون په اټکليزه توګه ويلى شي، چې شاوخوا اوه ميليونه کسانو په ټاکنو کې ګډون کړى دى.))

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس د دغه کمېسيون د لاسوهنو او د دغه کمېسيون د کارکوونکو په اړه د ٣٥ مورده درج شوو شکايتونو په اړه وويل، چې د شکايتونو کمېسيون له څېړنو وروسته به تصميم ونيسي.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې دوې ورځې وړاندې (د غبرګولي٢٤مه) ترسره شوې.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.