ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: په شمالي وزيرستان کې د وسله والو له منځه وړل د افغانستان په ګټه دي

عظيمي: په شمالي وزيرستان کې د وسله والو له منځه وړل د افغانستان په ګټه دي

author avatar
17 Jun 2014 - 19:35
عظيمي: په شمالي وزيرستان کې د وسله والو له منځه وړل د افغانستان په ګټه دي
author avatar
17 Jun 2014 - 19:35

کابل(پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو په سبب د ترهګرۍ د توليد او تمويل د مرکزونو او ځالو د له منځه وړل د افغانستان، سيمې او نړۍ په ګټه دي.

 د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې په شمالي وزيرستان کې د طالبانو او نورو وسله والو شتون د سيمې او نړۍ د هېوادونو لپاره يو ستر ګواښ دى.

هغه وويل، ملي اردو له نورو افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ د کرښې په اوږدو کې د پوله ساتنې او افغان خاورې ته د ترهګرو ډلو د را ماتېدو د مخنيوي په خاطر کار کوي.

 خو د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړه، امکان نه لري، چې افغانستان وتوانېږي له  پاکستان سره د پولې ساتنې په برخه کې يواځې کار وکړي او پاکستان بايد ددغه ډلې د تېښتې لارې بندې کړي.

جنرال عظيمي څرګنده کړه، چې پاکستان له پوځي اړخه د افغانستان په پرتله پياوړى دى او بايد د پولو په خوندي کولو کې اقدام وکړي.

هغه زياته کړه:((دا موضوع، چې پاکستاني پوځيانو له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې پولې خوندي وساتي، د بل پر بام د خپلو واورو د غورځولو مانا لري.))

 د دفاع وزارت دغه چارواکي په ډاګه کړه، چې د اړتيا په صورت کې دفاع وزارت د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پوليسو د ملاتړ لپاره پوځي ځواک او تجهيزات استوي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وويل، چې په شمالي وزيرستان کې به   “د غضب ګوزار”  په نامه د پاکستان د اردو پيل کړي پوځي عمليات بريالي نه شي.

د هغه په خبره، دغه عمليات يو اړخيز دي او طالبان کولى شي، هرې خواته چې زړه يې وي وتښتي، خو ددغه عملياتو په سبب ملکي کسان له منځه ځي او کلي ويجاړېږي.

 طاقت زياته کړه، چې د القاعدې غړي او هغه ترهګر، چې هر هېواد نه وزيرستان کې راټول شوي دي، د افغانستان او يا هم د پاکستان عمق ته تښتي او د عملياتو له ختم وروسته بېرته راستېږي.

دا ځل پوځي چارو څرګنده کړه، څنګه چې دغه عمليات له امريکايي ، ناټو او افغان ځواکونو سره په ګډون او د يوې ګډ پروګرام پر بنسټ پيل شول او ترهګرې ډلې له هرې خوا کلابندېدلې، چې بريا ورسره تړلې وه.

 خو هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، څو په هېواد کې د نورو نا امنيو د مخنيوي لپاره امنيتي تدابير، چې له يوې مياشتې راپه دې خوا پيل شوي، وغځوي.

تېره شپه او ددغو عملياتو له پيل يوه ورځ وړاندې د پاکستاني لومړي وزير نواز شريف له ولسمشر حامد کرزي سره په ټيليفوني اړيکه کې په دې برخه کې د افغانستان د مرستې غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې، چې د پاکستان له لوري يو پلاوى ډېر زر افغانستان ته واستول شي، څو په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاريو پر څرنګوالي بحث وکړي.

 په ورته وخت کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ايساف قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ هم ددغو عملياتو د پيل په اړه د غبرګون ښودلو ترڅنګ ويلي دي، چې دوى به له پاکستان سره د افغانستان له پولې څارنه وکړي.

د هغه په خبره، امريکا په دغو عملياتو کې له پاکستان سره همکاري نه لري، خو تر دې وړاندې د امريکا او افغان ځواکونو ترمنځ همکاري زياته شوې ده.

دانفورډ زياته کړه، چې وسله وال به هڅه وکړي، چې له شمالي وزيرستان څخه دافغانستان خاورې ته راشي، بهرني او افغان ځواکونه چمتو دي، چې مخه يې ونيسي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.