کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): په ملي شورا کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ځينو استازو هغه ادعاګانې رد کړې، چې ګواکې په دې ولايتونو کې د رايې ورکولو د واجدينو له شرايطو څخه زياتې رايې کارول شوې.
دا څرګندونې د يادو څلورو ولايتونو د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ولايتي شورا غړو او د مدني ټولنو لسګونو استازو، نن په کابل ښار کې په يوه خبري ناسته کې وکړې.
په ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي وويل، چې د لويې پکتيا (خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر) ولسونو د افغانستان د قوانينو له مخې د روانې غبرګولي مياشتې په ٢٤مه، د ټاکنو په ورځ خپله اراده څرګنده او رايه يې ورکړه، خو يو شمېر کړۍ د دوى د رايو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.
ده زياته کړه: “ځينې اشخاص د يادو څلورو ولايتونو نفوس کم ښيي، خو دا له واقعيتونو څخه لرې ده او د خپلو سياسي ګټو اخيستنې لپاره د خلکو اذهان مغشوشوي.”
د هغه په وينا، د ملي همبستګي پروګرام له مخې، د خوست ولايت نفوس يو ميليون او ٣٣٤زره تنه، د پکتيا ولايت يو ميليون او ٣٢٠زره او ٥٠٠ تنه، د پکتيکا ولايت يو ميليون او ٣٨٠زره کسان او د لوګر ولايت نفوس يو ميليون او ٢٢٣زره او اتيا تنه اټکل شوي دي.
اصولي وايي، د ټاکنو کميسيون له لوري خوست ته ٤٣٩٢٠٠، پکتيا ته ٤٥١٢٠٠، پکتيکا ته ٥١٢٤٠٠ او لوګر ته ٢٣٧٦٠٠ راى پاڼې د ټاکنو کميسيون د ٩٩مه ګڼه مکتوب (٢١ غبرګولى ١٣٩٣) له مخې استولې دي.
نوموړى زياتوي، په ټاکنو کې د کارول شويو رايو شمېره د هغو کارتونو د شمېرې په پرتله کمه ده، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون په يادو ولايتونو کې وېشلي دي.
د ده په وينا، سره له دې چې په يادو څلورو ولايتونو کې څه ناڅه ناامنۍ شته، خو په ټاکنو کې د خلکو ونډه پراخه وه او ناامني کمه وه.
هغه وويل، دغه راز په خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې د ولسمشرۍ د دويم دور د ټاکنو پرمهال علماوو مهم رول ولوباوه او خلک يې په ټاکنو کې رايو ورکولو ته وهڅول.
د دې ولايتونو استازي وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې د عبدالله عبدالله مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غړو په وار وار ادعا کړې، چې په دغو ولايتونو کې صندوقونو ته اچول شوې رايې په شرايطو د برابرو کسانو له شمېرې لوړه ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن