مزارشريف(پژواک،٣٠ غبرګولى ٩٣): د پکتيا والي وايي، چې د بلخ د پوليسو له لوري يې پر موټر ډزې شوي ، چې له امله يې درې ساتوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بلخ پوليس په دې پېښه کې د دوه پوليسو د مرګ ژوبلې پخلى هم کوي .
د پکتيا والي جمعه خان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ١٠ بجې له مرازشريف څخه د کابل پر لوري روان وو، چې د بلخ د بندر په سيمه کې پرې پوليسو ډزې وکړې او وروسته نښته رامنځ ته شوه.
ده وويل، دې نښتې کابو دوه ساعت دوام وکړ، چې د ده درې ساتوونکي ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.
والي وويل: (( دلته د پوليسو يو کمربند دى، هر کله چې مزار ته راځم دا پوليس له موږ سره بد چلند کوي . نن يې پرته له کومې مسلې زما پر موټر ډزې پيل کړې، وروسته نښته رامنځته شوه؛ خو د بلخ امنيه قوماندان کابو دوه ساعته وروسته د پېښې ځاى ته راغى ، د دې کمربند پوليسو پر قوماندان هم ډزې وکړې.))
ده وويل، چې پوليس نبايد د دولتي لوړپوړ چارواکو او دولتي نمبرپليټ لروونکو موټرو باندې پرته له پلټنې ډزې وکړي.
دغه راز د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرازق قادري پژواک ته وويل، چې د بلخ بندر په سيمه کې د پوليسو او د پکتيا د والي جمعه خان همدر د ساتونکو تر منځ نښته شوې ده.
قادري وويل، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى او د جمعه خان همدرى ساتوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې والي همدرد ته هيڅ زيان نه دى رسيدلى او دوى اوس کابل ته پر لاره دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن